ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولري څا‌ګانو ډېرېدل؛ کارپوهان د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو له وچېدو خبرداری ورکوي

د سولري څا‌ګانو ډېرېدل؛ کارپوهان د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو له وچېدو خبرداری ورکوي

author avatar
6 Jun 2023 - 19:29
د سولري څا‌ګانو ډېرېدل؛ کارپوهان د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو له وچېدو خبرداری ورکوي
author avatar
6 Jun 2023 - 19:29

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): په هېواد کې د لمریزې برېښنا سیسټم لرونکو (سولري) څاګانو په ډېرېدو سره، د اوبو چارو یو شمېر پوهان وايي چې د دغه ډول څاګانو کیندل په اوږدمهال کې د ځمکې لاندې اوبیزو سرچینو د کښته کېدو لامل کېږي او حکومت باید د ځمکې لاندې اوبو له زېرمو د استفادې لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، یوه کړنلاره یې جوړه کړې چې له مخې یې، هېڅوک نه شي کولای په‌خپل سر څاه وکېندي او له څښاک پرته د تجارت، صنعت او کرنې لپاره د ځمکې لاندې له اوبو د استفادې لپاره باید له دغه وزارته جواز ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې هېواد کې د وچکالۍ په زیاتېدو سره، یو شمېر کروندګر او بڼوالو د خپلو ځمکو خړوبولو لپاره د ژورو څاګانو کیندلو ته مخه کړې ده.

دغه بزګران وايي، له پرله‌پسې وچکالیو وروسته دوی ژورې څاګانې کیندلې او له‌دې لارې خپلې کروندې اوبه کوي.‎

د کابل په ګل‌دره ولسوالۍ کې یو بزګر سید نقیب وايي، هره ورځ له لمر راختو تر لمر لوېدو پورې د لمریزې برېښنا پر مټ له خپلې څاه څخه درې اینچه اوبه راباسي او خپلې ځمکې پرې خړوبوي.

بل کروندګر جمعه‌خان د کرنیزو حاصلاتو ډېروالي لپاره د لمریزې برېښنا لرونکو څاګانو اغېز ته په اشارې وویل، د لمریزې برېښنا پر مټ د اوبو را ایستلو په برکت یې ځمکې زرغونې او حاصلات یې ډېر شوي دي.

په ورته مهال، د چاپېریال ساتنې ځیني کارپوهان په هېواد کې د لمریزې برېښنا لرونکو څاګانو ډېرېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، د دې لړۍ دوام کولی شي په اوږدمهال کې تر ځمکې لاندې د اوبیزو زېرمو ټیټوالي او په پایله کې د دغه سرچینو د وچېدو لامل شي.

د چاپېریال ساتنې چارو کارپوه امېد افضلي چې د هېواد ډېری ولایتونو ته یې سفر کړی وايي، د لمریزې برېښنا سیسټم لرونکو څاګانو کیندل او تر ځمکې لاندې له اوبو بې‌درېغه استفاده ښايي د ځمکې لاندې اوبیزو زېرمو وچېدو لپاره ډېر خطرناک پرېوځي.

هغه وویل، هغه اوبه چې له څاګانو ایستل کېږي، بېرته ځمکې ته نه جذبېږي او ټولې پر بخار بدلېږي.

نوموړي زیاته کړه، ‎که دغه لړۍ همدا ډول دوام ولري، په نږدې راتلونکي که به تر ځمکې لاندې د اوبو ټولې زېرمې وچې شي او افغانستان به له یوه نه انګېرل شوي ناورین سره مخ شي.

افضلي له حکومته غواړي څو د لمریزې برېښنا سیسټم لرونکو څاګانو کیندلو لپاره یو طرزالعمل جوړ کړي او دغه‌راز د سولرو په اخیستو کې پر کروندګرو بندیزونه ولګول شي.

د چاپېریال ساتنې چارو بل کارپوه عبدالرحمن لطیف خبرداری ورکوي چې که په دې برخه کې بنسټیز اقدامات ترسره نه شي، ښايي تر راتلونکو څو کلونو هېواد د اوبو له بې‌ساري کمښت سره مخ شي.

دغه کارپوهان تر ځمکې لاندې د اوبو له زېرمو د بې‌درېغه استفادې په تړاو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې د اوبو د مدیریت او په خپل‌ سر د ژورو څاګانو کیندلو مخنیوي په پار کوټلي ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت کې، د ابو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي، په ټول هېواد کې هیڅوک نشي کولی چې په خپل سر سولري څاه‌ګانې وباسي او تر ځمکې لاندې اوبو کارول له څښاک پرته د سوداګرۍ، صنعت او کرنې لپاره له دغه وزارته اجازه‌لیک اخیستلو پورې مشروط دي.

د یاد وزارت تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو رییس انجنیر عزیزالرحمن عزیز وویل، په هغو سیمو کې چې د اوبو زېرمې کمې دي له سولري پمپونو او څاګانو څخه په ډېره کچه کار اخیستل د دې لامل شوی چې تر ځمکې لاندې د ابو کچه ټیټه شي او په لنډمهال کې د اوبو طبقو د وچېدو لامل ګرځي.

د هغه په وینا، د وزارت له لوري یوه کړنلاره جوړه شوې او په هغو سیمو کې چې د کرنې لپاره تر ځمکې لاندې اوبو کارول د ابو زېرمې ونه ګواښي (تغذیه له تخلیې څخه ډېره وي) د کارولو جواز ورکول کېږي، په دې شرط چې د اوبولګونې له اغېزناکې ټکنالوژۍ څخه به کار اخیستل کېږي؛ خو په هغو سیمو کې چې د اوبو سرچینې ګواښي، له بدیلو لارو لکه د کوچنیو او متوسطو بندونو جوړول، د موسمي اورښتونو د اوبو زېرمه کول او د ابولګونې شبکو له تمدیدولو څخه کار واخلي.

عزیز زیاته کړه، په ټوله کې د هېواد سوېلي، سوېل‌لویدیځ او لویدیځې سیمې چې کم اورښتونه لري او د اوبو کچه یې هم کمه ده، تر ځمکې لاندې یې د اوبو زېرمو کچه ډېره ټیټه شوې؛ خو په شمال، شمال‌ختیځ او ختیځو  سیمو کې وضعیت ښه دی.

د ابو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي چې اقلیمي بدلونونه، د اورښتونو کمېدل، پرله‌پسې وچکالي، د نفوس ډېرېدل، تر ځمکې لاندې زېرمو څخه ناعادلانه او بې‌رحمانه ګټه اخیستل د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د اوسني بحران لاملونه دي.

هغوی همداراز زیاتوي چې د تېرو کلونو د تحلیل له مخې، کابل کې په اوسط ډول تر ځمکې لاندې اوبو کچه درې متره ټيټه شوې ده.

د څېړنو له مخې، د ځمکې شاوخوا ۷۱ سلنه برخه اوبو نیولې ده چې له دې برخې یوازې یوه سلنه یې تر ځمکې لاندې خوږې اوبه دي.

خو د افغانستان ډېری خلک د خپلو کروندو خړوبولو لپاره له خوږو اوبو څخه کار اخلي او له دغو اوبو څخه د کالیو، موټرونو او د کور وسایلو مینځلو لپاره هم کار اخلي؛ په داسې حال کې چې د چاپېریال ساتنې برخې پوهان په دې باور دي چې تر ځمکې لاندې خوږو اوبو څخه یوازې باید د څښاک لپاره کار واخیستل شي او د نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ویالو او د باران زېرمه شوې اوبه وکارول شي.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د اقلیمی بدلونونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره لاس په کار شوي او د سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو په کنټرولولو سره يې د عامه پوهاوي د پيغامونو په خپرولو او د لنډمهاله او اوږدمهاله تګلارو د چمتو کولو هڅه کړې ده، څو خپلې اوبه کنټرول کړي؛ خو فغانستان تر اوسه د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو سره د مبارزې لپاره اغېزناک او عملي اقدامات نه دي کړي.

د ځمکې لاندې اوبو د کمښت اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې شپږم هېواد دی چې د اقلیمي پېښو له خطر سره مخ دی.

Visits: 72

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.