Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په بادغیس ولایت کې یو شمېر زدهکوونکي په ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې د دې ستونزې د حل په هڅه کې دي.
د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ د ترهلی سيمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري او له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي، له ناپاکو اوبو استفادې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت خانشین او دېشو ولسوالیو کې ۵۸۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې رغول شوې او د اوبو تصفیې ماشینونه جوړ او فعال شوي دي.
د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د دایکنډي ولایت یو شمېر سیمو خلک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري، مسوولین هم وايي چې د دغه ولایت یوازې ۴۰ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
تالقان (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): د تخار د رستاق ولسوالۍ د شپږو لرو پرتو کلیو اوسېدونکي څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري،
د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار ډېری څاهګانې وچې شوې او دوی د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د تخار د بهارک ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې په دې ولسوالۍ کې درې زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له ناپاکو اوبو چې د ډول ډول ناروغیو لامل کېږي، استفاده کوي.
د کونړ چپې درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی له کلونو راهیسې د څښاک لپاره د ویالو له اوبو استفاده کوي چې له امله يې هر کال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
د غزني سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ په میري سیمه کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ویلي، تېر کال په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره د مخ کورنیو شمېر ۶۰ سلنې ته لوړ شوی او سږ کال په دغه هېواد کې د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدو لپاره ۴۷۹،۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن