Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ماین خطرونو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې په درشل کې، یوناما ویلي چې تېرو ۲۵ کلونو کې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو او ماینونو چاودنې له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۴ زره افغانانو ژوند بایللی دی.
هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګيرو ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودني له امله نهه ماشومان وژل شوي دي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د زیو د یوې سرګلولې چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، د پنجوایي ولسوالۍ د زنګياباد سیمې په یوه کور کې لاسي بم چاودنه کړې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو ۱۶ کلن هلک وژل شوی دی.
د سمنګان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کس چې چاودېدونکي توکي يې پر ځان تړلي وو او غوښتل یې د نیمروز ولایت مقام کې چاودنه وکړي، خپلې موخې ته له رسېدو مخکې وپېژندل شو او له منځه یووړل شو.
د بلوچستان په کیچ سیمه کې چاودنې د پاکستان پنځه پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د تګزاس ایالت په یوه هوټل کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي او امریکايي چارواکو وايي، یاده پېښه ښايي د ګاز چاودنې له امله شوې وي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن