ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
رسنیو راپور ورکړی چې د اندونیزیا په سولاوسي جزیره کې د نیکلو ذوب کولو یوه کارخونه کې د چاودنې له امله ۱۳ مړه او ۳۸ کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې پېښور ښار کې د چاودنې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د ګاز ډبې چاودنې درېيو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د امنیه قوماندانۍ مسوولين وایي، د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
: د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړونده سیمه کې دیوې چاودنې له امله دوه تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار دشت برچي سیمې د «بهار سراب» مارکېټ پارکینګ کې چاودنه شوې چې له امله یې درې موټر ویجاړ شوي دي.
د بغلان د مرکز پلخمري ښار د امام زمان تکیهخانه کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې مرګژوبله هم لري.
د راپورونو له مخې، د ترکیې کورنیو چارو وزارت او پارلمان سره نږدې چاودنه شوې چې له امله یې د دغه هېواد دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.
د ارمنستان روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اذربایجان په قرهباغ کې د سونتوکو په یوې زېرمه کې د چاودنې د قربانیانو شمېر ۶۷ کسانو ته رسېدلی او کېدای شي لا ډېر شي.
د راپورونو له مخې، د اذربایجان په قرهباغ سیمه کې د نفتي توکو په یوه زېرمه کې د چاودنې له امله ۲۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو په «بلدوین» ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن