Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران کې د پرونۍ چاودنې له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۵۰ کسان ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ایران د بندرعباس ښار په «شهید رجایي» بندر کې د پرون ورځې چاودنې له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.

یاده چاودنه پرون د بندر عباس په «شهید رجایی» بندر کې شوې او ایرنا لیکلي، د لومړیو څېړنو له مخې یاده چاودنه په رجایي بندر کې «د یو شمېر ديپو شوو کانټینرونو له امله » رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه (د غویي د ۷مې نېټې د سهار اته نیمو بجو پورې) یاده چاودنه کې ۱۴ کسان مړه، ۷۵۰ ټپیان شوي او شپږ کسان نادرکه دي.

راپور کې راغلي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یادې پېښې د چټکې څېړنې حکم صادر کړی دی.

پزشکیان امر کړی چې ټپيانو ته دې د بېړنیو مرستو رسولو تدابیر ونیول شي.

د ایرنا د راپور له مخې، د شهید رجایی بندر شاخوا ۲ زره او ۴۰۰ هکټاره مساحت او هر کال د ۷۰ میلیون ټنه بار د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري چې درې میلیونه کانتینري محمولې په‌کې شاملې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.