منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۹ غ.م
۱۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

چین

۲۲۲ راپورونه

راپورونه

غړي

د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو اویایمه کالیزه ونمانځل شوه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړيکو د اویایمې کالیزې په نمانځ‌غونډه کې وویل، دواړو هېوادونو د تاریخ په اوږدو کې ښه ګاونډیټوب کړی او چین دې په سیمه‌ییزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ وکړي.

غړي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر چین ته تللی

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په یوه نړۍوال روغتیايي کنفرانس کې د ګډون او د روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا غښتلتیا په موخه چین ته تللی دی.

غړي

کابل کې د چین سفارت او یونیسف ترمنځ د یونیم میلیون ډالرو مرستې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او په کابل کې د چین سفارت ترمنځ د افغان ماشومانو او کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

غړي

چین غواړي د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي

کابل کې د چین سفیر د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې پلان لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او راتلونکې ډسمبر میاشت به چین ته د افغانستان پر صادراتو مالیه هم معاف شي.

غړي

د چین ولسمشر: بېجينګ او مسکو له پېچلو نړۍوالو شرایطو سره سره خپلو سوداګريزو همکاریو ته پراختیا ورکړې

د چین ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي چې دواړو هېوادونو له پېچلو نړۍوالو شرایط سره سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته په بریالۍ توګه پراختیا ورکړې ده.

غړي

چین راتلونکي میلادي کال کې د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معافوي

د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر په دغه هېواد کې له افغان سفیر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفې معافوي.

غړي

افغان او چیني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

په چین کې د افغانستان سفیر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا، سوداګریزو، ترانزیټي او قونسلي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

نور راپورونه