کابل
راپورونه
ذبيحالله مجاهد: امریکا پر کابل ښار هوایي برید کړی
د افغانستان سرپرست حکومت ومنله چې امریکایي ځواکونو پر کابل ښار د بېپیلوټه الوتکې په وسیله هوایي برید کړی دی.
د کابل په نور روغتون کې نن د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیاتونه پیل شول
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نور دولتي روغتون کې د پاکستاني متخصیصنو په مرسته د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیاتونه کېږي.
کورنیو چارو وزارت: د کابل شېرپور کې توغندی لګېدلی، مرګژوبله نه لري
د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار اړوند په شېرپور سيمه کې پر يوه کور توغندی لګېدلی، خو مرګژوبله نه لري.
پولیس: هغه څرګندونې چې ګواکې د کابل پرونۍ چاودنه کې له دوو ډېر کسان وژل شوي، ناسمې دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، د کابل په کرکټ لوبغالي کې هغه چاودنه غندي چې ۱۹ کسان په کې وژل شوي، خو امنیه قومانداني وایي چې په دې چاودنه کې یوازې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایمرجنسي روغتون: د کرکټ لوبغالي له چاودنې ۱۳ ټپیان راوړل شوي
په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وایي چې د کرکټ لوبغالي کې د شوې چاودنې له امله ورته ۱۳ ټپیان راوړل شوي دي.
د کابل کرکټ لوبغالي کې چاودنې څلور تنه ټپيان کړي دي
په کابل کې د کرکټ لوبغالي کې چاودنه شوې او عیني شاهدان وایي چې یو شمېر کسان یې ټپیان کړي هم دي.
کابل ښار کې پر دستمال د راځوړند کړل شوي کس مړی وموندل شو
د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار د درېيمې حوزې اړونده سیمه کې پر دستمال د راځوړند شوي کس مړی موندلی دی.
په کابل کې دوه کسان د «مجاهدینو» له نومه په استفادې د غلا په تور نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وایي چې دوه کسان یې د «مجاهدینو» له نوم نه په استفادې د سرو زرو او پیسو د غلا په تور د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې نیولي دي.
له يوه چارواکي سره پر جنسي ځورونو د تورن کرام الدين کريم کتنې غبرګونونه را پارولي
د کابل له والي سره د فوټبال فدراسیون د مخکیني مشر او پر جنسي ځورونو تورن کرام الدين کرام کتنه د خواله رسنيو د ځينو کاروونکو له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
کابل کې غصب شوې لسګونه جريب دولتي ځمکه بېرته راوګرځول شوه
د ټولګټو وزارت وایي چې په کابل کې يې ۱۳۵ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.
امنیتي کسانو کابل ښار کې یو کس د ۸۰۰زره افغانیو غلا په تور نیولی
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل په پخوانۍ تایمني سیمه کې یو کس له ۸۰۰زره افغانیو سره چې له يوه صراف څخه يې غلا کړې وې، ونیول شو.
د روسیې د بشري مرستو دویمه جوپه کابل ته راورسېده
په افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو له زیانمنو شوو سره د روسيې د بشري مرستو دويمه جوپه نن کابل ته را ورسېده.
استخبارات: کابل کې دوه کسان نیول شوي چې یوه یې غوښتل پر جومات برید وکړي
د استخباراتو لوی ریاست وایي، دوه کسان یې نیولي چې یوه یې غوښتل په کابل کې د اهل تشیع هېوادوالو پر یوه جومات برید وکړي.
کابل کې د غلاوو په تور څلور کسان نیول شويٍ
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمو کې یې څلور «غله» چې په ډېرو وسلهوالو غلاوو کې يې لاس درلود، نيولي دي.
تېرو ۱۱ میاشتو کې کابل کې یوازې یوې څانګې سل زره الکترونیکي تذکرې وېشلې
د احصایې ملي اداره وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون را وروسته د کابل ښار سرای شمالي د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې نږدې ۱۰۰زره الکترونیکي تذکرې وېشلې او له دغه مدرکه یې ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د پاکستان یو پلاوی کابل ته را ورسېد
د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوی له افغان چارواکو سره د ډبرو سکرو، سوداګرۍ، ټرانزیټي مسایلو او بندري خدماتو په اړه د خبرو په موخه نن کابل ته را ورسېد.
امنیتي ځواکونو کابل کې وسلې او مهمات کشف او نيولي دي
د هېواد د استخباراتو لوی ریاست وايي، کابل کې يې د کشفي عملیاتو په پایله کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي. د استخباراتو لوی رياست پر خپل ټويټر ليکلي چې…
مجاهد: کابل کې دوه وسلهوال وژل شوي او څلور نیول شوي دي
د افغانستان سرپرست حکومت وایي، په کابل ښار کې د عملیاتو پر مهال دوه وسلهوال وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.
کابل کې یو صراف د تښتوونکو له بنده راخوشی شو
پولیس وایي، د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو صراف له انسان تښتوونکو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د علماوو د غونډې ګډونوال مولوي خطابي: په تعلیمي ډګر کې باید له اهل کسانو سره مشوره وشي
مولوي محمدعمر خطابي د علماوو غونډې ته په خبرو کې د چارو په تړاو له اهل کسانو سره پر مشورو ټینګار وکړ، ویې ویل: «د اسلامي امارت کښتۍ باید وژغورل شي. کله کله د کښتۍ د نجات لپاره باید د هغې یوه تخته ماته شي. د ضرورتونو په بنیاد په احکامو کې تغیر راځي.»
په کابل کې د علماوو ستره غونډه نن پیلېږي
د افغانستان د علماوو ستره غونډه - چې نږدې درې زره ګډونوال به ولري - نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې پیلېږي.
له زلزلهځپلو سره د چین د ۸ میلیون ډالرو په ارزښت مرسته کابل ته راورسېده
په افغانستان کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره د چین د اته میلیون ډالرو په ارزښت کمپلې، جامې او نور اړین توکي په دوو الوتکو کې کابل ته راورسېدل.

























