هند وایي، د سفارت تخنیکي ډله یې کابل ته لېږلې ده
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو د تنظیم په موخه یې د خپل سفارت یوه تخنیکي ډله کابل ته لېږلې ده. تېر کال په کابل…
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو د تنظیم په موخه یې د خپل سفارت یوه تخنیکي ډله کابل ته لېږلې ده. تېر کال په کابل…
د ترکيې د بشردوستانه مرستو بنسټ (IHH) په کابل کې له ۱۰۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په دوو بېلابېلو عملیاتو کې یې یوه د شرابو کارخونه او یوه اندازه نوي ډول نشهیي توکي کشف کړي او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي په کابل کې پر درمسال د برید سیمې ته تللي، له اهل هنودو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د امنیت په تړاو د ډاډ ورکولو ترڅنګ یې، د برید له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۵۰۰زره افغانۍ هم ورکړې دي.
د کابل ښار په کارته پروان کې د سکانو پر درمسال د برید مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.
یو شمېر افغان سیاستوالو، هند او یوناما د کابل په کارته پروان کې پر درمسال نننی برید غندلی او هند د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په دې اړه د جزییاتو په تمه دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر درمسال برید کې د درېیو بریدګرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، پولیسو هغه درې کسان نیولي چې د کابل ښار په وروستیو چاودنو کې یې لاس درلود. د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي،…
د کابل امنیه قومانداني وایي، د شرابو دوې کارخونې او یوه اندازه نشهیي توکي یې کشف کړي او په تړاو یې ۱۲ کسان نیولي دي.
د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار بېرته له هندوستانه کابل ته راستون شو.
د چاپېریالساتنې کارپوهان پر دې باور دي چې د افغانستان ګڼمېشت ولایتونه، په ځانګړي ډول کابل د خوږو اوبو له جدي کمښت سره مخ دی؛ که حکومت د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام ونه کړي، کابل به د خوږو اوبو د کمښت له ناروین سره مخ شي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد یو پلاوی له لوړپوړو افغان چارواکو او د بشري مرستو نړیوالو ادارو له استازو سره د لیدنو په موخه کابل ته راغلی دی.
د کابل امنیه قوماندان وايي، د کابل په بېلابېلو سيمو کې يې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.
د کابل او بلخ ولایتونو په څلورو بېلا بېلو چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د غبرګولي په ۴مه، پخپل تویټر پاڼه کې لیکلي،…
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه ادعا چې په بګرامیو کې یو ځوان د «ټيک ټاک کارولو» له امله وژل شوی، حقیقت نه لري، یاد کس د غلا په تور نیول شوی و او تېره ورځ یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د ښار د اتلسمې حوزې اړوند په نخاس سیمه کې، د یوه دوکان د ګاز ټانکر د چاودنې له امله دوه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې د برېښنا نامنظم وېش او پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي او پر حل يې ټينګار کوي؛ خو بلخوا د برېښنا شرکت وايي چې دوى هڅه کوي شته برېښنا په عادلانه ډول ووېشي.
کابل کې د جاپان سفیر وايي، په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د دغه هېواد سفارت بېرته پرانیستل شي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د خېرخانې په کوتل سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د کابل ښار څرخي پله ته نږدې د صنعتي پارکونو شاوخوا سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې ځینې فابریکې فلترونه نه کاروي او د سخت لوګي له امله یې له ستونزو سره مخ دي؛ خو د فابریکو مالکان او کابل ښاروالي بیا دغه ادعا ردوي.
د کابل د ځینو سیمو اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي څو د دې ستونزې هواري لپاره اقدام وکړي.
د کابل ښار ځيني اوسېدونکي د ښاروالۍ له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې پر اساس یې له هغو کسانو چې خپل موټر د سړک غاړې ته پارک کوي، پیسې اخلي؛ دوی دغه تصمیم د خپلو موټرو د امنیت لپاره یو معقول ګام ګڼي.
پولیسو د کابل ښار لسمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې يو کس د یوه موټر غلا کولو پر مهال چې چلوونکی یې د چاقو په وسیله ټپي کړی و، لاس په لاس نيولی دی.