ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند وایي، د سفارت تخنیکي ډله یې کابل ته لېږلې ده

هند وایي، د سفارت تخنیکي ډله یې کابل ته لېږلې ده

author avatar
24 Jun 2022 - 00:09
هند وایي، د سفارت تخنیکي ډله یې کابل ته لېږلې ده
author avatar
24 Jun 2022 - 00:09

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو د تنظیم په موخه یې د خپل سفارت یوه تخنیکي ډله کابل ته لېږلې ده.

تېر کال په کابل کې د اشرف غني د حکومت له سقوط وروسته د نورو لسګونو هېوادونو ترڅنګ هندوستان هم خپل سفارت په کابل کې وتاړه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۲مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “د افغانستان له خلکو سره زموږ د پرله پسې ښکېلتیا او بشري مرستو د اغېزناکې همغږۍ او څارنې لپاره د هند یو تخنیکي ټیم کابل ته رسېدلی او هلته زموږ په سفارت کې ځای پر ځای شوی دی.”

دا په داسې حال کې ده چې له زلزله ځپلو سره د هند د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت پر ټویټرپاڼه ليکلي چې په الوتکه کې استول شوې مرستې په کابل کې د هند سفارت ټيم ته سپارلې دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، هند له افغانانانو سره “تاریخي او تمدني اړیکې لري.”

دا په داسې حال کې چې تېره میاشت هم د هند د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی سکرتر “جي پي سینګ” د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و او د سرپرست حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ځینو نورو چارواکو سره یې وکتل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې په لومړي سفر کې یې امنیتي حالت ارزولی دی او وايي “د افغانستان له خلکو سره به خپلې بشري مرستې او ملګرتیا روانه ساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د هند د دغه اقدام ستاینه کړې او ویلی دی، کابل کې د ټولو هېوادونو مېشتو سفارتونو ته ډاډ ورکوي، چې د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو سره سم د هغوی خوندیتوب او امنیت ته به جدي پاملرنه وشي.

په دغه اعلامیه کې راغلی دی: «اسلامي امارت له نورو هېوادونو څخه هم غواړي، چې په افغانستان کې خپلو دیپلوماتیکو مرکزونو راستانه شي او خپل سفارتونه پرانېزي.»

Visits: 274

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.