ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیس: د کابل په وروستیو چاودنو کې لاس لرونکي درې کسان نیول شوي

پولیس: د کابل په وروستیو چاودنو کې لاس لرونکي درې کسان نیول شوي

author avatar
15 Jun 2022 - 00:07
پولیس: د کابل په وروستیو چاودنو کې لاس لرونکي درې کسان نیول شوي
author avatar
15 Jun 2022 - 00:07

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، پولیسو هغه درې کسان نیولي چې د کابل ښار په وروستیو چاودنو کې یې لاس درلود.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي، نن د کابل څلورمې حوزې اړوند د سلیم کاروان څلورلارې ته څېرمه د یو لړ دقیقو کشفي معلوماتو پر اساس هغه درې کسان ونیول شول چې د کابل ښار په ځینو چاودنو کې یې لاس درلود.

هغه زیاته کړې چې یادو کسانو د لومړنیو معلوماتو له مخې پر خپلو ترسره کړو جرایمو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې دوی د پیسو په بدل کې دغه ناوړه کارونه کول او موخه یې د عامه نظم اخلال او امنیتي فضا ګډوډول و.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې امنیتي مسوولینو د کابل ښار په چاودنو کې لاس لرونکي د داعش د یوه قوماندان د وژلو خبر هم ورکړی و.

Visits: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.