Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسلامي امارت کابینې د ټولګټو وزارت له لوري د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تایید کړه او دغه وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې په اړه یې د عامه پوهاوي چارې ترسره کړي.
کابینې د کورنیو چارو وزارت له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید کړه او اړوندو ارګانونو ته یې دنده سپارلې څو یې پلې کړي.
کابینې پرېکړه وکړه چې د وږي نهمه له افغانستانه د امریکا د وروستي سرتېري د وتلو ورځ دې په هېواد کې عمومي رخصتي شي.
کابینې له نورو هېوادونو د افغان زندانیان رالېږدولو کمېټې جوړېدل تایید کړل او د دې کمېټې مشري به لوی څارنوال کوي.
د چارو اداره وايي، کابینې د ۱۴۰۲ مالي کال بودجې سند تایید کړ او ماليې وزارت ته يې په اړه د اړینو کړنو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.
د افغانستان سرپرست حکومت کابینې په کابل کې د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحې د تایید ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت اړوند د زرقي محلولونو فابریکې فعالولو وړاندیز هم تایید کړ.
د کابینې د پرېکړې له مخې، په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي اوسېدونکي – چې د ۱۴۰۱ مالي کال تر پایه یې د خپلو اپارتمانونو ۵۰ سلنه قسطونه تحویل کړي، له لس سلنه تخفیفه برخمن کېدای شي.
د افغانستان کابینې د مالیاتو راټولولو لپاره د اصنافو د نوي نورم د تصویب ترڅنګ پرېکړه وکړه چې د اوبو او برېښنا وزارت دې د نورستان په مرکز کې د برېښنا د وېش اړوند چارې ترسره کړي.
کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.
د کابینې په غونډه کې د جعل او تزویر د مخنیوي په موخه، د قبالو د وېش د څرنګوالي کړنلاره تصویب شوه او اړوندو محکمو او بنسټونو ته دنده ورکړل شوه څو د کړنلارې له مخې، قبالې ووېشي.
د سرپرست حکومت کابینې کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې کړنلاره او د درې میلیون پاسپورټونو د چاپ په اړه د مالیې وزارت غوښتنه تایید کړه.
د بې اسنادو، ښي لاس او مؤقت پنځه کلن جواز لرونکو موټرو اړوند موضوع څېړل کېږي او د هغو موټرو موضوع محکمې ته سپارل کېږي چې د نشه يي توکو د جرمونو په تور ضبط شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP