Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بامیان ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د انجې بوټي کرلو او پالنې ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د لغمان د کرنې رییس وايي، په دغه ولایت کې له هغو کروندګرو سره مرستې کېږي چې پر خپل وخت حکومت ته عشر او زکات سپاري.
د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په داسې حال کې «د ګرګک صیاد جشن» تر سره کړ چې د یاد ولایت کروندګر وایي، د پرله پسې وچکالیو له امله کرنیز په ځانګړي ډول د ګرګک حاصلات کم شوي دي.
بلخ کې د لمرګلي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې چې د کروندګرو په وینا، دا مهال په دغه ولایت کې پر سلګونه جریب ځمکه دغه ګلان کرل شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې «UNODC» ادارې رییسه وایي، له کروندګرو سره د بدیل معیشت او له روږدو سره د درملنې په برخو کې همکاري کوي.
د فراه د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره شنې خونې یخ وهلې او د معلوماتو له مخې یې، بزګرانو ته تر درېنیم میلیون امریکايي ډالرو زيان اوښتی دی.
په ننګرهار کې له ۲۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو، لوګر او جوزجان کې له ۲زره ۱۰۹ کورنیو سره د نغدو پیسو او په زابل کې له ۱۵۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.
په غور کې ځيني کروندګر وايي، په دغه ولایت کې د هنګ یا انجې کرلو سره لیوالتیا ډېره شوې او دوی د کوکنارو پر ځای د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.
د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ د تېر کال په پرتله د پنبې کرنه پنځه برابره ډېره شوې ده.
په کندهار کې په دې وروستیو کې کروندګرو د «انجه یا هنګ» په نوم د طبي بوټي – چې لاتیني نوم یې Ferula assa-foetida دی- کرلو ته په مسلکي ډول مخه کړې ده.
په ميدان وردګو، باميان، لغمان، لوګر او غزني ولایتونو کې له څه باندې ديارلس نیم زرو کورنيو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د کندوز ولایت د کرنې ریاست د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په همکارۍ له نږدې ۲۵زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP