په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ افغانستان کې د اوبو زېرمو د کمښت لامل شوې، د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت ناورین ته رسېدنه ونه شي، دوی اړ دي خپلې سیمې پریږي.
د فاریاب ځيني قومي مشرانو په دغه ولایت کې د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که د دهندرې بند کارونه بېرته پیل نه شي، خلک به له میمنې ښار او ځینو ولسوالیو څخه کوچېدو ته اړ شي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.
د بلخ د پوهنې ریيس وایي، روان کال د دغه ولايت په کچه ۱۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري خو هڅه کوي چې دا او نورې ستونزې حل کړي.
په بلخ کې د ښوونځیو زدهکوونکي وايي، د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې له امله يې درسي بهير زيانمن شوى دى.
د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون ډاکټران او مسوولین وایي چې دغه روغتون د روغتیایي او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.
د فراه د پوهنې ریاست وايي، د ښوونکو د کمښت له امله د دغه ولایت په لرو سیمو کې شاوخوا ۷۰زره ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
د خوړو او درملو ملي اداره وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د درملو توريدي شرکتونو يواځې د ۴۷ ميليونو ډالرو په ارزښت ۳۱۵۵ قلمه درمل او روغتيايي محصولات هېواد ته وارد کړي چې دغه چاره په هېواد کې د درملو د کمښت لوی لامل دی.