د کندهار لوړې بند د تخنیکي مطالعاتو برخه کې تړون لاسلیک شو
د اوبو او برېښنا وزارت د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د لوړې اوبو او برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو په موخه له افغان انویسټ او عمران جیوتخنیک شرکتونو سره تړون لاسلیک کړ.
د اوبو او برېښنا وزارت د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د لوړې اوبو او برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو په موخه له افغان انویسټ او عمران جیوتخنیک شرکتونو سره تړون لاسلیک کړ.
د کندهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یوه پلار خپل ۳۵ کلن زوی له دې امله وژلی چې د هغه د دویم واده مخنیوی یې کاوه.
د کندهار ښاروالۍ له خوا د ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ۱۹۰ متره استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې چې ۲۸۵ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راځي.
په کندهار کې د ښوونکي ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم ګڼ شمېر ښوونکي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او غوښتنه کوي چې باید مادي ستونزې یې حل شي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) مشرې انوبا سود او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مرستیالې سورایا بزرګووا نن د تلې په ۱۲مه د کندهار له ولایتي مسوولینو سره وکتل.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک سیمه کې یوه پلار له خپلو درېیو زامنو سرونه پرې کړي او وژلي دي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا نن (د تلې ۱۱مه) په کندهار ښار او اتو ولسوالیو کې د غواګانو پوستکي ویروسي ناروغۍ/ Lumpy Skin ضد واکسین کمپاین پيل شو.
سږ کال په کندهار کې په داسې حال کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي چې د تېرو جګړو، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله د شاتو مچیو ۷۰ سلنه فارمونه له منځه تللي دي.
له کندهار ښاره ۷۰ کیلومتره لرې ولسوالي «میوند» چې د وروستیو دوو لسیزو جګړو له امله ډېره ځپل شوې؛ د روغتیا، پوهنې او ورته نورو ټولنیزو برخو کې له خدماتو بېبرخې ده چې اوسېدونکي یې له کړاوه ډک ژوند تېروي.
په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قولاردو مطبوعاتي مسوولین وایي، د دغې قولاردو اړوند د درېیمې عبیده لوا سرتېرو د ښورابک ولسوالۍ په رود سیمه کې هغه ۱۸ کسان نیولي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته په ناقانونه توګه موټرسایکلونه انتقالول.
چارواکي وایي، د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې سلګونه جریب ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښتونو پاکه شوې او دا کمپاین لا هم دوام لري.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه سپین ږیري د چاړې په وسیله د ځانوژنې هڅه کړې، خو د کورنۍ غړي یې ورباندې خبر شوي او د درملنې لپاره یې روغتون ته وړی دی.
په کندهار کې عریضه لیکونکي په داسې حال کې د خپل کار له پیکه کېدو او کمېدو شکایت کوي چې په دې وروستیو کې ګڼو لوستو کسانو هم له بېروزګارۍ د عریضې لیکلو کار ته…
وروسته له هغه چې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ډلهییز قبر وموندل شو، د دغه ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د دغه قبر او وژل شوو کسانو په اړه دې څېړنې وشي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې/ MSF له خوا په کندهار کې د ۱۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت د نريرنځ/ توبرکلوز ناروغۍ کلچر حوزوي لابراتوار پرانیستل شو.
چارواکي وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې پنځه کسان د پسونو د قاچاق په تور نیولي چې غوښتل یې ۲۲۰ پسونه پاکستان ته واړوي. په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قولاردو له…
په کندهار کې د «شادوخت» په نوم د کندنکارۍ او لاسي صنایعو یو مرکز له نږدې یوه کال راهیسې فعالیت کوي چې کارکوونکې یې خپلو تولیداتو ته د مناسب بازار غوښتنه کوي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي او بڼوال وايي، د وچکالۍ، امراضو او بېموسمه اورښتونو له امله سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي دي.
د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په کندهار کې نن د وږي په ۲۸مه، په داسې حال کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې په تېر پړاو کې ۴۴ سلنه ماشومان له واکسینه پاتې شوي وو.
چارواکي وايي، له کابل او یو شمېر ولایتونو وروسته په کندهار کې هم د کورونو د پلټنې عملیات پيل شوي چې موخه یې د امنیت لا ټینګښت دی.
په کندهار کې نن د کندهار ښار او ولسوالیو د ۴۰ کرکټ کلبونو تر منځ د انټرکلیب سیالۍ پيل شوې.
په کندهار کې د شېخ زاید روزنتون تدریسي چارې له لس ورځې ځنډ وروسته نن د وږي په ۲۶مه، بېرته پيل شوې. دغه روزنتون - چې نږدې ۱۱۰۰ یتیمان زدهکړې په کې کوي - د…
د کندهار کروندګر او بڼوال وايي، د درمل پاشلو د عصري وسایلو د نشتوالي له امله یې هر کال کښتونو او باغونو ته زیان اوړي او حاصلات یې کمېږي.