ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې چاودنې د یوې کورنۍ درې کسان وژلي

کندهار کې چاودنې د یوې کورنۍ درې کسان وژلي

author avatar
19 Sep 2022 - 16:27
کندهار کې چاودنې د یوې کورنۍ درې کسان وژلي
author avatar
19 Sep 2022 - 16:27

کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پېښه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د یادې ولسوالۍ په سنځري سیمه کې شوې ده.

د ژېړۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا عطاءمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د دې ولسوالۍ په سنځري سیمه کې د پخواني حکومت د ژېړۍ ولسوالۍ د لواء د قوماندان «محمود» په کور کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د محمود زامنو غوښتل خپل کور له سره ورغوي چې له پخوا پاتې چاودېدونکو توکو چاودنه ورباندې کړې چې له امله یې د هغه دوه زامن او یوه لور وژل شوي او مېرمن او ورور یې ټپيان شوي دي.

ټپيان د کندهار ښار میرویس روغتون ته وړل شوي چې تر دې دمه یې د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نشته.

Visits: 247

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.