کندهار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): په کندهار کې عریضه لیکونکي په داسې حال کې د خپل کار له پیکه کېدو او کمېدو شکایت کوي چې په دې وروستیو کې ګڼو لوستو کسانو هم له بېروزګارۍ د عریضې لیکلو کار ته مخه کړې ده.
ډېری عریضه لیکونکي چې د د دولتي ادارو مخې ته د عریضې لیکلو په موخه کښېني وايي، کارونه یې کم شوي او اوس د پخوا په څېر ډېر کسان د عریضې لیکلو لپاره نه ورځي.
د محمدقسیم په نوم یوه عریضه لیکونکي - چې له سهاره تر ماسپښینه کندهار ولایت مقام ته څېرمه د سړک پر غاړه د عریضې لیکلو لپاره کښېني - پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهیسې خلکو ته عریضې لیکي خو په دې وروستیو کې یې کارونه کم شوي دي.
هغه زیاته کړه: «پخوا به مې د ورځې ۸ یا ۱۰ عریضې لیکلې، خو اوس ۳ یا ۴ لیکم او کله کله یوه هم پیدا نه شي.»
دی وايي، په دې وروستیو کې له یوې خوا ګڼو لوستو خلکو له مجبورۍ عریضې لیکنې ته مخه کړې چې د دوی کارونه یې اغېرمن کړي او له بلې خوا، په ادارو کې د کارونو ځنډ د دې لامل شوی چې خلک له عریضو کولو ډډه وکړي چې د دوی کارونه ورسره کم شوي دي.
د ده په خبره، پخوا چې به کوم کس یوې ادارې ته عریضه وکړه، نو په ورځ دوو کې به یې کار خلاصېده خو اوس ورځې ـ ورځې وخت نیسي او ډېر مهال د خلکو عریضې هم ورکېږي.
د دې ترڅنګ نوموړي دا یادونه هم وکړه چې په تېر جمهوري نظام کې کارونه او فعالیتونه ډېر وو چې له مخې یې خلکو ادارو ته عریضې هم ډېرې کولې، خو اوس دا چاره ټکنۍ شوې ده.
روحالله بل عریضه لیکونکی دی چې وايي، کار یې تر پخوا له نیمايي ډېر کم شوی او ان خپلې کورنۍ ته د یوه وخت ډوډۍ هم نه شي برابرولای.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسني نظام له راتګ سره په لومړیو کې د دوی مراجعین ډېر شول، خلکو به ولایت مقام، د کډوالو، پوهنې، عدلیې، روغتیا، مستوفیت او ګڼو نورو ریاستونو ته د خپلو کارونو او ستونزو اړوند عریضې کولې خو اوس یې شمېر کم شوی دی.
هغه زیاته کړه: «موږ چې له خلکو خبرېږو نو وایي، عریضې مو په ورځو ورځو په ولایت مقام یا نورو ریاستونو کې پرتې وي او نه ځوابېږي، نو ځکه نور له عریضو کولو ستړي شوي یو.»
قدرتالله بل عریضه لیکونکی دی چې دوه پوهنځي یې لوستي خو په دې وروستیو کې یې له بېروزګارۍ دغه کار ته مخه کړې ده.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «ما دوه پوهنځي (تعلیم او تربیه او کمپیوټر ساینس) لوستي دي، خو دا چې نور کار نشته له مجبورۍ خلکو ته عریضې لیکم، د ورځې درې، څلور یا پنځه عریضې پیدا کېږي.»
د کندهار ډېر هغه اوسېدونکي چې په دولتي ادراو کې یې کارونه بند وي او عریضې کوي، هم وايي چې کله ادارو ته مراجعه کوي او عریضې ور وړي نو ژر نه ځوابېږي او یا ورکېږي.
د کندهار ښار یوه اوسېدونکي حکمتالله پژواک خبري اژانس ته وویل، درې ځلې یې د کندهار ولایت مقام ته د کار او مرستې لپاره عریضه کړې، خو نه یې د عریضې ځواب لیدلی او نه یې بیا خپله عریضه پیدا کړې ده.
ده زیاته کړه: «ولاکه د ماښام ډوډۍ لرم، ولایت ته مې درې واره عریضه وکړه، عریضه او تذکره مې پر هغه مخ پسې ورک شول، نو موږ چا ته ولاړ شو، څه وکړو؟»
خو د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید وايي، د ولایت مقام په ګډون په هره اداره کې د خلکو عریضو ته پر وخت ځواب ویل کېږي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








