Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کرز سیمه کې د قطر هېواد د سرې میاشتې په مالي ملاتړ یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شو.
د اسلامي امارت مشر د کندهار ولایت په پوهنتون کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان د ټولو ګډ کوردی، هر یو په دې نظام کې ځای لري، مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه پر ا.ا پر لازمه ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندهار د «درهنور» سیمې د مرمر ډبرو کان د استخراج، پروسس او اکتشاف تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ او دغه شرکت به په دې پروژه کې څه باندې ۶ میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر پانګونه وکړي.
د کندهار د کور او ښار جوړولو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې راستنو شوو کډوالو ته ښارګوټي جوړېږي او په دامان ولسوالۍ کې د یوه ښارګوټي جوړولو چارې عملاً پیل شوې دي.
کندهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوه سپینږیري سوځېدلی مړی موندل شوی دی.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې «کتاب د علم ځولۍ» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د کندهار سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ سرګلولې د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ستره محکمه وایي چې په پروان او کندهار ولایتونو کې دوو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د کندهار ښار په سرپوښ بازار کې وسلهوالو غلو پر هټۍوالو ډزې کړې او دوه کسان یې ټپیان کړي دي.
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې په ميرویس مېنه کې د ۸۵۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پنجاو په نوم یو کانال جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د چین هېواد یو ګرځندوی خاوند او مېرمن د افغانستان د بېلابېلو سیمو لیدو په موخه کندهار ولایت ته رسېدلي دي.
کندهار کې د صنعت او کانونو خونې مسوولین وایي، دغه ولایت کې اوسمهال د چرګانو د دانې تولید اته کارخونې فعالیت لري چې که امکانات ورته برابر شي ګاونډیو هېوادونو ته یې هم صادرولی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP