Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي مسوولین وایي چې په سمنګان، سرپل او پنجشېر ولایتونو کې پر څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د افغانستان د کرنې سرپرست وزیر د یوناما له مشرې رزا اوتونبایوا سره په ليدنه کې د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له نړۍوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کړې او اوتونبایوا ویلي چې د دوحې غونډه دې موضوع ته د تمویلوونکو د پام اړولو لپاره ښه فرصت دی.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ستونزه په بشپړ ډول هواره شوې او د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو د کوکنارو د اړولو عملیات په جدي ډول دوام لري.
د هرات د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو کمپاین له پیله راهیسې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې یې د کوکنارو ۲۰۰ جریب کښتونه اړولي او ورسره په تړاو شاوخوا ۱۰۰ کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په ټولو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت د اړولو کمپاین شوی دی.
د کورنیو چارو وزات وايي، د څو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې په درېیو ولایتونو کې څه د پاسه دوه زره جرېبه ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده.
د «السیسAlcis » په نوم یو برتانوی څېړنیز بنسټ وایي، د سټلایټ (سپوږمکۍ) انځورونه ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بېساري ډول کم شوی دی.
کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد په ۸ ولایتونو کې یې پر څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه کرل شوي
د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۱۱ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د کوکنارو ۱۵۹۱ جریب کښتونه اړولي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، په سرپل، هرات، پکتیکا، زابل، نیمروز او خوست ولايتونو کې يې ۱۵۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې او په غور کې يې د نشهیي توکو دوې کارخونې له منځه وړې دي.
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستيال وایي، په ننګرهار ولايت کې سږ کال پر ۹۰۰۰ جريب ځمکه کرل شوي کوکنارو له منځه وړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP