منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۹ غ.و
۱۶°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کډوالو

۱۰۸ راپورونه

راپورونه

له پاکستانه د راستنو شوو کډوالو ترخې کیسې

له پاکستانه د کډوالو د دويمې اجباري راستنېدنې د څپې له پيل سره هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي، د پاکستان پولیسو له ناسم چلنده سرټکوي او ځینې یې وایي: «خالي سرونه مو را ایستلي، ښځې مو یې بندیانې او بیا یې را ډيپورټ کړې.»

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو اړتیاوو ارزونې په موخه دې تورخم ته پلاوی واستول شي

له پاکستانه د افغان کډوالو د نوې لړۍ پیل ته د چمتووالي ناسته کې پرېکړه شوې چې د اړتیا پر مهال دې د کډوالو د ښه مدیریت لپاره مسلکي کسان وګومارل شي او یو پلاوی دې د کډوالو اړتیاوو د ارزونې لپاره تورخم ته واستول شي.

اېن‌ارسی: د مرستو کمښت به افغانستان کې میلیونونه کسان زیانمن کړي

د ناروې د کډوالو شورا وایي، د مرستو کمښت به افغانستان کې بشردوستانه خدمات محدود او میلیونونه خلک زیانمن کړي خو دغه شورا له بې‌ځایه شوو ښځو، نارینه‌‌وو او ماشومانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې پاتې کېږي.  

مولوي عبدالکبیر کوربه هېوادونه ته: د کډوالو جبري ایستلو پر ځای منظم میکانیزم عملي کړئ

د کډوالو چارو وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای یو منظم میکانیزم عملي کړي.

غړي

له امریکا د غیرقانوني کډوالو ایستل پیل شول

رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د فرمان له صادرېدو وروسته د امریکا پوځي الوتکو په دغه هېواد کې د نیول شوو غیرقانوني کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.

غړي

متقي: ګاونډي هېوادونه دې د کډوالو په ایستلو کې له حوصلې کار واخلي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې له ګاونډیو هېوادونو له افغان کډوالو سره د نېک چلند غوښتنه کړې چې په ایران کې مېشت یو شمېر افغانان د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده شکایت لري او ایراني چارواکو ویلي چې بې‌اسناده افغانان وباسي.

غړي

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه نږدې ۱۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې شاوخوا ۱۴ زره او ۹۶۶ افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

غړي

مولوي عبدالکبیر: ګاونډي هېوادونه دې د کډوالو ایستلو برخه کې له زغم کار واخلي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو ایستلو برخه کې له نرمښت او زغم کار واخلي او ستونزو ته یې دې رسیدنه وشي.

نور راپورونه