منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

حقاني: د شرطې له قانون سرغړوونکي به مجازات شي؛ صدر: د پولیسو معاشونه دې لوړ شي

· ۳:۰۴

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، شرطې ته په لارښوونکې غونډه کې د شرطې د نوي قانون پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له قانون څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمدابراهیم صدر بیا د پولیسو او سرحدي ځواکونو د دوامدار خدمت له امله د هغوی د معاشونو د دوه‌چنده کېدو وړاندیز کړی دی.