په خوست کې د اوزبېکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره شلاوریزه دوستانه لوبه د ۱۹۹ منډو په توپیر افغان اېلېون لوبډلې وګټله. دغه سیالي نن له غرمې مخکې د زرګونو نندارچیانو په حضور کې ترسره شوه. افغان اېلېون لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې جوړې کړې. د اوزبېکستان ملي لوبډلې د ټاکلي هدف ترلاسه کولو په هڅه کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۹۹ منډو په توپیر وبایلله. #افغانستان #افغان_اېلېون #اوزبېکستان #کرکټ #شلاوریزه_لوبه #دوستانه_لوبه #خوست #افغان_کرکټ #کرکټ_مینهوال #AfghanistanCricket #AfghanXI #UzbekistanCricket #T20Cricket #Khost
ویډیويي خبر