ژبه

ویډیويي خبر

د بغلان د نساجۍ فابریکه هره میاشت ۳۰ زره متره مربع ټوکر تولیدوي

خپور شوی: ۱۷ زمری ۱۴۰۵ موده: 6:58 پښتو

د بغلان د نساجۍ فابریکه، چې په ۱۳۱۵ لمریز کال کې تأسیس او په ۱۳۲۱ کال کې فعاله شوې، د افغانستان له پخوانیو او مهمو صنعتي بنسټونو څخه ده. د دې فابریکې فعالیتونه شاوخوا ۱۲ کاله درېدلي وو، خو نږدې درې کاله مخکې بېرته فعال شوه. د فابریکې د مسوولینو په وینا، په لومړي پړاو کې له پنبې تار تولیدېږي او وروسته دغه تار په ټوکر بدلېږي. د فابریکې فني او عملیاتي مرستیال وایي، اوس مهال په دې فابریکه کې هره میاشت شاوخوا ۳۰ زره متره مربع ټوکر تولیدېږي. هغه زیاتوي چې د دغې فابرېکې د ماشینونو د ترمیم او عصري کولو چارې هم روانې دي او د افغان متخصصینو له خوا نوي کارکوونکي روزل کېږي، څو فابریکه په راتلونکې کې منظم فعالیت ولري. راپور: جاوېد رازمند ‏#بغلان_نساجي #افغانستان #صنعت #‏BaghlanTextile #Afghanistan ‎‎#MadeInAfghanistan