منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د میدان‌وردګو ځینو سیمو کې لا هم ځمکې د حیواناتو په وسیله قلبه کېږي

· ۳:۲۴
میدان‌وردګو ولایت کې ځیني بزګران وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای عصري کرنیز وسایل وکاروي، نو ځکه خپلې ځمکې لا هم د خرو او غوایانو په وسیله قلبه کوي.
هغوی زیاتوي، که په کرنه کې له میکانیزه او عصري وسایلو کار واخیستل شي، د حاصالاتو پر کیفیت او کچه مثبت اغېز کوي او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې اړینې اسانتیاووې ورته برابرې شي.