ژبه

ویډیويي خبر

د پارون سېلاب‌ځپلو د بیارغونې لپاره د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ ډاډ

خپور شوی: ۹ زمری ۱۴۰۵ موده: 3:34 پښتو

د نورستان والي د یونیسف، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو له استازو سره د پارون د سېلاب‌ځپلو د کورونو، هټیو او عامه تاسیساتو د بیارغونې په اړه ناسته کړې ده. د ناستې پر مهال د نړیوالو بنسټونو استازو ډاډ ورکړ چې له زیانمنو کورنیو سره به خپلې بشري مرستې او د بیارغونې پروژې روانې وساتي. د نورستان ولایت په مرکز پارون کې څه موده وړاندې راوتلو سېلابونو، د مسوولینو په وینا، شاوخوا ۳۵ میلیون ډالره زیان اړولی او ۲۵ کسان یې مړه کړي دي. راپور: جاوید رازمند #نورستان #پارون #سېلابونه | #Nuristan #Parun #Floods