د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په وچ غړک سیمه کې د ځايي خلکو له خوا د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو کمېټې غړي حاجي صادق خاکسار وویل چې د احمدابا ولسوالۍ د وچ غړک سیمې د «محمود کلا منځني» ښوونځي جوړولو دا پروژه د معارف د ټاکل شوو معیارونو له مخې پلې شوې چې اته درسي خونې او د څښاک پاکو اوبو څاه لري او ټول لګښت یې له یو میلیون افغانیو اوښتی دی. هغه زیاته کړه، د پروژې ټولې مالي چارې د شپږکسیزې کمېټې له خوا په شفاف او دقیق ډول مدیریت شوې دي. دغهراز د یادې کمېټې بل غړي ډاکټر عبدالمجید وویل، سره له دې چې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوې، خو لا هم د درسي تجهیزاتو، کتابونو، کتابچو، قرطاسیې او د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي. #پکتیا #احمدابا #وچ_غړک #محمود_کلا_منځنی_ښوونځی #ښوونځی #پوهنه #معارف #ولسي_همکاري
ویډیويي خبر