د غزني ښار په روضې سیمه کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لومړنۍ پانګونه د معیاري کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې روانې دي او تر اوسه یې نږدې ۴۰ سلنه کار بشپړ شوی دی. دغه لوبغالی به د شاوخوا درې زره نندارچیانو ظرفیت ولري او د لوبغاړو لپاره به د تمرین او سیالیو په اړینو امکاناتو سمبال وي. د غزني لوبغاړي او اوسېدونکي د دغه لوبغالي جوړېدو ته خوښ دي او وایي، په بشپړېدو سره به یې په خپل ولایت کې پر معیاري میدان د تمرین او سیالیو زمینه برابره شي. #غزني #کرکټ #کرکټ_لوبغالی #روضه #افغانستان #ورزش #لوبغاړي #کرکټ_میدان #پانګونه #افغان_کرکټ #Ghazni
ویډیويي خبر