ولې شهر غلغله د «چیغو ښار» په نوم یادېږي؟ شهر غلغله د بامیان له مهمو لرغونو سیمو او د دغه ولایت د تاریخي او تمدني میراث یوه برخه ده. د ورېښمو پر لار پروت دغه لرغونی ښار په ۱۲۲۱ میلادي کال کې د چنګیز خان د لښکرو د یرغل پر مهال ویجاړ شو. د یوه مشهور تاریخي روایت له مخې، د ښار نوم د همدې خونړۍ پېښې پر مهال د خلکو له چیغو او فریادونو سره تړاو لري. د پژواک خبریال جاوېد رازمند په دې ویډیويي راپور کې د شهر غلغله تاریخ، د نوم په اړه روایتونه او نور په زړهپورې معلومات وړاندې کوي. #شهر_غلغله #بامیان #تاریخي_میراث #ShahrEGholghola #Bamyan #CulturalHeritage
ویډیويي خبر