ترینکوټ (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د اسلامي امارت زعیم شیخ هبتالله اخندزاده پرون اروزګان ته سفر کړی او د دغه ولایت له مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره يې لیدلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اسلامي امارت مشر په دغه سفر کې د خلکو ستونزې اورېدلې او هغو ته د رسېدنې په برخه کې يې مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
هغه زیاته يې کړه: «عاللیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تېره ورځ اروزګان ولایت ته تللی و، هلته يې له مسوولینو، علماءکرام، متنفذینو او قومي مشرانو سره وکتل، د هغوی ستونزې او مشکلات يې واورېدل، د رسېدګۍ په برخه کې يې لازمې لارښوونې وکړې او د هغه ولایت چارې يې وڅارلې.»
مجاهد په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.
Views: 65
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن