جلالاباد (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اړوند «کابل کمپ» سيمه کې د شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ماشومان او لویان د یوه جومات له څاه څخه اوبه وړي، خو له دې څاه یوازې په شین اسمان د لمریزې برېښنا په واسطه اوبه را ایستل کېږي.
د جلالاباد ښار په ختیځ کې د نهمې ناحیې اړوند «کابل کمپ» چې شاوخوا درې لسیزې مخکې جوړ شوی، اوسېدونکي یې له کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو له کمښته شکایت کوي.
په دغه کمپ کې شاوخوا درې زره کورنۍ ژوند کوي خو اکثره یې د اوبو له کمښته سر ټکوي.
د دغه کمپ د پنځم بلاک په جامع جومات کې د خلکو د چندو په پیسو د اوبو يو څاه ایستل شوې چې د لمریزې برېښنا په واسطه ورڅخه شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ اوبه وړي، خو دا چاره هغه وخت ممکنه وي چې اسمان شین او لمر وي.
دلته ماشومان او لویان په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي چې نوبت ور ورسېږي او د کور لپاره د اړتیاوړ اوبه يوسي؛ خو کله ناکله ځينې خلک ناهيلي له خالي لوښو سره کورونو ته ستنېږي.
د پنځم بلاک وکیل او ځايي اوسېدونکي بختجمال ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، کابل کمپ کې لس بلاکونه دي او هر بلاک کې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې کورنۍ ژوند کوي چې اکثریت يې د اوبو د کمښت ستونزه لري.
هغه وویل، دغه سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبه له سل مترو هم ښکته دي چې د څاهګانو ایستل پهکې د دې کمپ د بېوزله خلکو د وس کار نه دی.
هغه زیاته کړه: «خلک ډېر مجبوره دي، د اوبو وس خو هېڅوک نهلري، يو درې څلور کوهیان (څاهګانې) شته، هغوی خپل کوښښ کوي خو کله چې ورېځ شي بیا اوبه نه وي، دا د جومات کوهی (څاه) يو خيریه بنسټ ایستی و، د يو چا مور مړه وه، د هغې د خیرات پیسې يې را لېږلې وې.»
دغه راز، يوه بل ځايي اوسېدونکي قاري روحالله هم وویل، د اوبو برخه کې له غټ کړاو سره مخ دي او له اړوندو ادارو او خیریه بنسټونو غواړي چې دې برخه کې دې ورسره مرستې وکړي.
هغه وويل: «زموږ د بلاک ماشومان حتی له پنځه سوه متره مزل وروسته دغه د جومات څاه ته د اوبو وړلو لپاره راځي، تر اوسه د دولت له خوا نه، نه تېر نظام او نه اوسني نظام کوم اقدام کړی چې تر اوسه موږ ته د اوبو برخه کې خدمت وکړي؛ خو ستاسو د لارې پر موسساتو او حکومتي چارواکو باندې مو غږ دی چې دا ډېر مشکلات دي، اوبه یوه حیاتي موضوع ده، نو باید موږ سره همکاري وکړي.»
د لیلا په نوم یوه اته کلنه نجلۍ چې د شاوخوا ۳۰۰ متره مزل وروسته د جومات دې څاه ته راغلې، وايي، هره ورځ چې کور ته اوبه یوسي، د شپې یې ځان درد کوي.
لیلا وویل: «موږ چې دلته پراته يو؛ په اوبو نه يو ماړه شوي، اوبه نشته دي.»
بلخوا، په ننګرهار ولايت کې د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت مسوولین وايي، د کابل کمپ خلکو ورته عریضه نه ده کړې او که دا کار وکړي، دوی به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ختيځ زون کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو د امارتي شرکت رييس مولوي يارمحمد محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی د ټولو ناحيو لپاره پلان جوړ کړی خو هغه سیمې چې خلک یې په ډېره ستونزه کې دي، دوی ته دې عریضه وکړي.
هغه وویل: «موږ خو د ټولو نههګونو ناحیو د اوبو د ستونزې د حل لپاره پلان لرو او د امکاناتو په صورت کې مخکې ځو، خو دغه خلک چې مشکلاتو سره مخ دي او عارضه وکړي، موږ به يې ستونزه د همکارو ادارو په مرسته حل کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې اټکل کړی چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP