ژبه

د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د ډزو پېښه؛ درې کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي

سهراب سرورى

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۳

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۵): د امریکا په مینیاپولیس ښار کې د یوه کس له خوا ډزو کې درې کسان وژل شوي او څو نور چې دوه پولیس افسران هم پکې شامل دي، ټپیان دي.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې پېښه د چهارشنبې ورځې له غرمې وروسته شوې او ډزو عامل وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

په راپور کې راغلي چې د پېښې له رامنځته کېدو مخکې د مینیاپولیس پولیس د همدغه شکمن کس د یوې شخړې له امله یوه اپارتمان ته ورغوښتل شوي وو او شکمن کس په همدې ورځ له اپارتمانه ایستل شوی و.

د راپور له مخې، ټپي شوي پولیس افسران یو د نس او بل د پښې برخو کې لګېدلي دي.

راپورونه وايي، د ګېډې له برخې ټپي شوی پولیس افسر جراحي عملیات شوی، خو روغتیايي وضعیت یې ښه بلل شوی دی. بل پولیس افسر هم داسې ټپونه لري چې ژوند یې نه ګواښي او تمه ده چې په بشپړه توګه روغ شي.

د مینیاپولیس پولیسو ویلي، د مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د ډزو د راپور له ترلاسه کولو وروسته، پولیس ځواکونه د «لورینګ ټاور» اپارتمان ودانۍ ته چې د «ایسټ ګرېنټ» کوڅې د ۱۵مې شمېرې ته نږدې موقعیت لري، استول شوي وو.

د راپورونو له مخې، لومړني پولیس افسران شاوخوا ۴:۳۹ بجې ودانۍ ته ننوتل او څو قربانیان یې پر ځمکه ولیدل. هم‌مهاله یې د ودانۍ له لوړو پوړونو د ډزو غږونه واورېدل.

پولیسو ویلي، کله چې افسران لوړو پوړونو ته د تلو په حال کې وو، د لوګي له امله یې لید محدود شوی و او په همدې جریان کې دوه پولیس افسران په ډزو ټپیان شول.