ژبه

د پوهنې وزارت لخوا د لغمان پر يو شمېر ښوونکو نومرې ووېشل شوې

مهترلام (پژواک ١٣ سلواغه ٩٠): د پوهنې وزير د لغمان پر يو شمېر ښوونکو د ښارګوټي نومرې و وېشلې او د ځينو ښوونځيو د ودانيو پرانيسته يې هم وکړه.

د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ له کونړ او ننګرهار وروسته نن (د سلواغې ١٣مه) لغمان ته ولايت ته تللى و.

نوموړي په مهترلام کې د ولايت د جرګو او مرکو په تالار کې د اليشينګ ولسوالۍ پر ٢٦١ ښوونکو د ښار ګوټي نومرې، چې په اليشنګ ولسوالۍ کې جوړيږي، ووېشلې.

په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې د وزير ترڅنګ له مرکز څخه راغلو چارواکو، د لغمان والي اقبال عزيزي، د پوهنې رييس ، نورو ځايي چارواکو، ښوونکو او قومي مشرانو ګډون کړى وو.

د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ وويل، چې دى غواړي په خپله په ټولو ولايتونو وګرځي، د پوهنې په برخه کې شته ستونزې له نږدې وګوري او د هوارۍ لارې چارې ورته ولټوي.

هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو، چې تر راتلونکو دريو کلونو پورې د معارف په برخه کې ټولې ستونزې هوارې کړو، هر کلى ښوونځى، ښوونکى او کتاب ولري. ))

نوموړي وويل، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې په لغمان ولايت کې د ٤٤ بابه ښوونځيو د ودانيو چارې پيل شوې، چې ٢١يې بشپړې او نن په بېلابېلو مراسمو کې پرانيستل شوې.

د پوهنې وزير د لغمان له خلکو مننه وکړه، چې د نورو چارو ترڅنګ د پوهنې له بهير سره هم ډېره مرسته او همکاري کوي.

ډاکټر فاروق وردګ ژمنه وکړه، چې تر راتلونکو درېيو کلونو پورې به د دغه ولايت ټولو ښوونکو ته د اوسېدو نومرې ورکړي.

د اليشينګ ولسوالۍ د ښوونکو په استازيتوب معلم محمداشرف دپوهنې له وزير او وزارت څخه مننه وکړه، چې دوى ته يې نومرې ورکړې.

هغه له اړوند چارواکو وغوښتل، چې د دغه ولايت پاتې نورو ښوونکو ته دې هم ژر تر ژره د ځمکې نومرې ورکړي.

د پوهنې رييس اسدالله رويا پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو ٢١ ښوونځيو ودانۍ د يو ميليون او اوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې (پي. ار.ټي) په مرسته جوړې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې ٣٧٤ ښوونځي فعال دي، چې په کې ١٩٠زره نجونې او هلکان پر زده کړو بوخت دي او د ٣٨٠٠ ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي.

د يادونې ده، چې د پوهنې وزير پرون په ننګرهار کې د ښوونکو لپاره د يوه ښارګوټي پرانيسته وکړه او له هغې مخکې يې په کونړ ولايت کې د عالي دارالمعلمين د ليليې لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ پرانيسته.