منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

امريکا:دغير ناټو اتحادي هېواد اعلانول له افغانستان سره د اوږدمهاله ژمنو څرګندوى کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

کابل (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د غير ناټو اتحادي هېواد په توګه د افغانستان ټاکل له افغانستان سره د متحدو ايالتونو د اوږدمهاله ژمنو او نږدې همکاريو ښکارندويي کوي.

دغه مطلب د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند د دفتر په خبرپاڼه کې، چې کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، په ډاګه شوى دى.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي د روان زېږديز کال د مې مياشتې په دويمه نېټه د امريکا د متحدو ايالتونو او د افغانستان اسلامي جمهوريت ترمنځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو په برخه کې يو تړون لاسليک کړ، چې د دغه تړون په يوه برخه کې د امريکا متحدو ايالتونو ژمنه کړې، څو افغانستان ته د ناټو له چوکاټ څخه بهر د مهم اتحادي هېواد مقام ورکړي.

د يادې خبرپاڼې له مخې، د ستراتيژيک مشارکت د تړون له پلي کېدو وروسته، چې د روان کال د جولاى په څلورمه نېټه ترسره شو، ولسمشر اوباما د غيرناټو مهم اتحادي هېواد په توګه د افغانستان ټاکل رسماً لاسليک کړل.

خبرپاڼه کاږي، چې له ٢٠٠٤ کال وروسته افغانستان يواځينى هېواد دى، چې دغه مقام ته ټاکل شوى دى.

د خبرپاڼې له مخې، د غير ناټو اتحادي هېواد مقام په امنيتي او دفاعي برخو کې د اوږدمهاله همکاريو چوکاټ رامنځته کوي او د دفاعي پلان جوړونې، مرستو او ملاتړ، تدارکاتو او روزنې په برخو کې د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان ترمنځ متقابلې دفاعي اړيکې لا پسې غښتلې کوي.

خبرپاڼه زياتوي، چې يواځې يو محدود شمېر هېوادونه دغه ځانګړي مقام ته ټاکل شوي او ويلي يې دي، چې د غير ناټو مهم اتحادي هېواد مقام هغه هېواد ته د دفاعي او امنيتي همکاريو په برخه کې ځانګړى امتيازات ورکوي، خو هېڅ ډول امنيتي ژمنه په کې شامله نه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د غير ناټو مهم اتحادي هېواد په امتيازاتو کې د تجهيزاتو د قرض اخيستو لپاره له شرايطو سره برابرېدل، د مرستندويه او پراختيايي څېړنو، روزنې په موخه او همدارنګه د دفاعي تجهيزاتو د اجاره کولو لپاره د بهرنيو مالي پوځي مرستو ترلاسه کول دي.

که څه هم امريکا او نړيوالې ټولنې له مخکې نه له افغانستان سره د مهمو اوږدمهاله امنيتي مرستو ژمنې کړې، غير ناټو مهم اتحادي مقام د افغانستان لپاره د ګټور امنيتي ځواک د ساتلو او د سولې پر مهال (په افغانستان کې د تاوتريخوالي له پاى ته رسېدو وروسته) د افغانستان او امريکا تر منځ د اړيکو د ټينګښت يوه وسيله ده.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې غير ناټو مهم اتحادي مقام د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان ترمنځ د ګډو ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ د ټينګو اړيکو د سمبول ښکارندوي کوي.