کابل (پژواک ٢٢ وږى ٩١): د افغانستان دولت په امريکا کې د هغه فلم خپرول په کلکه غندلي چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوى شوى دى.
په امريکا کې د سام باسيل په نوم د فلم جوړولو يوې کمپنۍ داسې فلم جوړ کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوى شوى، دغه فلم بيا په امريکا کې د هغې کليسا د ټري جونز له خوا خپور شوى، چا چې تېر کال د قران کريم د ځينو نسخو د سوځولو ناوړه هڅه کړې وه. له ارګ څخه د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دغه غير انساني او له سپکاوي ډک عمل په ډېرو سختو ټکو کې غندي او د دغه کار پر وړاندې خپله کرکه څرګندوي. سرچينې زياته کړې، چې حضرت سرور کاينات د اسلام ستر پيغمبر، د بشريت لارښود او د ځمکې پر مخ د حقيقت او رښتينولی پيغام راوړونکی دی، د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوی په حقيقت کې د ټولې نړۍ پر مخ د يو نيم ميليارد مسلمانانو ارزښتونو ته سپکاوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه امريکايي فلم جوړوونکي او افراطي کشيش (ټري جونز) غير انساني عمل په نړۍ کې د اديانو او فرهنګونو ترمنځ د دښمنۍ او تقابل لامل ګرځېدلی چې د انسانانو ترمنځ سولې او ګډ ژوند ته شديده ضربه ده. سرچينې زياته کړې: ((موږ پوره باور لرو چې فلم جوړوونکی سام باسيل، افراطي کشيش (تري جونز) او د دوی همفکره کسان له يوه ډېر کم او افراطي اقليت پرته، د بل چا استازيتوب نه شي کولای.)) د ولسمشرۍ مانۍ وايي، چې دغه ناوړه عمل په نړۍ کې د ټولو سوله دوستو انسانانو او د سولې او ګډ ژوند د پلويانو د کرکې او ناراحتۍ لامل دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ديني مقدساتو او ارزښتونو ته سپکاوی د بيان د ازادۍ په اصولو کې نشته، د دې خاورينې کُرې د يو نيم ميليارد انسانانو مقدساتو ته سپکاوی او د هغوی برحقه احساساتو ته زيان رسول، جنايتکارانه عمل دی. په ياده خبرپاڼه کې د افغانستان حکومت په جدي ډول غوښتنه کړې، چې د اسلام ستر پيغمبر ته د سپکاوي د فلم او ويډيو د خپروېدو مخه ونيول شي او اجازه دې نه ورکول کېږي، چې د دغه فلم جوړوونکي او افراطي پادري ناوړه عمل د اسلامي نړۍ عواطفو ته لا زيات زيان ورسوي. چې کله دغه فلم خپور شو، په اسلامي نړۍ کې يې وروسته پر وړاندې کلک غبرګونونه پيل شوي دي، په مصر او ليبيا کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه پيل شوي، په ليبيا کې د امريکا پر قونسلګرۍ بريد شوى او ويل کېږي چې د امريکا سفير يې د هغه له څلوورو کارکوونکو سره وژلى دى. دغه راز په مصر کې سلګونو پارېدلو لاريون کوونکو د امريکا پر سفارت بريد کړى او د هغوى بيرغ يې څېري کړى دى. د يادونې ده، چې له دې مخکې هم په غربي نړۍ، په ځانګړې توګه په امريکا کې اسلام او مسلمانانو ته د سپکاوي بېلابېل ډول کړنې ترسره شوې دي. تېر کال يوه امريکايي پادري د قران کريم د نسخو د سوځولو هڅه کړې وه، چې په ټوله نړۍ کې يې پر وړاندې کلک غبرګونونه وښودل شول.










