کابل (پژواک١٢مرغومى٩١): د ماليې وزارت چارواکي وايي، د پانګونې يوه داسې لايحه يې ترتيب کړې چې له مخې يې پانګې اچوونکو ته اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.
د ماليې وزارت سلاکار نجيب الله منلي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې ده دغه لايحه يوه مياشت وروسته ولسي جرګې ته د تصويب لپاره وړاندې شي؛ په دې لايحه کې هغو کسانو ته چې په افغانستان کې په راتلونکو دوو کلونو کې پانګونه کوي، ځينې مشوقات او امتيازات ورکول کېږي.
ده زياته کړه، وزارت به يې په هېواد کې په راتلونکو دوو کلونو کې پانګه اچوونکو ته په څلورو ساحو کې مناسبې اسانتياوې برابرې کړي.
د ده په خبره، دغه اسانتياوې د کوچنيو صنعتي فعاليتونو، بهر ته د کورنيو توليداتو د صادرولو پروسس، د کرنيزو صادراتو لپاره سړې خونې او د ودانيو د جوړولو په برخه کې په پام کې نيول شوې دي.
نجيب منلى وايي، هغه پانګه اچوونکي چې سر له نن ورځې څخه د پانګونې په برخه کې فعاليت پيل کړي، ماليې وزارت به ورته په وړيا توګه دولتي ځمکې په واک کې ورکړي.
د ده په خبره، پانګه اچوونکي له صنعتي پارکونو هم په وړيا توګه ګټه اخيستلى شي، خو د حکومت له لوري د ترسره شويو خدماتو لګښتونه به ورکوي. همداراز که چېرته دغه ځمکې په دولتي تصدۍ پورې اړه ولري، نو بيا به د اوږدې مودې لپاره په اجاره ورکول شي.
همدارنګه به دغو پانګوالو ته برېښنا د يوې افغانۍ په جمعه په هغې بيه ورکول کيږي، په کومه بيه چې د برېښنا شرکت ته تمامېږي.
د ماليې وزارت سلاکار وايي، له يادو شويو اسانتياوو سربېره به هغوى ته له ملي او پښتني بانکونو څخه اوږدمهاله پورونه هم ورکول شي.
نوموړى د مالياتو په اړه وايي، هغه افغاني توليدات چې د افغانستان اړتيا پوره کړاى شي، ګمرکي تعرفه به يې تر ٤٠ سلنه پورې ورکول کېږي.
دغه راز د ماشين الاتو او هغه خام مواد چې دوه ګونى استعمال ونه لري، د ماليې تعرفه به يې صفر او يا هم شاوخوا يوه وي.
ده زياته کړه، هغه څوک چې پانګونه وکړي او په دغو دوو کلونو کې يې پانګه پايلې ته ورسېږي، تر راتلونکو لسو کلونو لپاره به له انتفاعي ماليې نه معاف وي.
دا لومړى ځل دى چې د ماليې وزارت په افغانستان کې د پانګونې په موخه پانګې اچوونکو ته يو لړ اسانتياوي برابروي.










