منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۰ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر د عبدالجليل ارغنديوال د فاتحې په مراسموکې ګډون وکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال د پلار عبدالجليل ارغنديوال د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مراسم نن له غرمې وروسته د کابل ښار د عيدګاه په جامع جومات کې ترسره شول.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې فاتحه کې له ولسمشر سربېره، د ولسمشرۍ دويم مرستيال محمد کريم خليلي، د کابيني او ملي شورا ځينو غړو، جهادي مشرانو، علمي او فرهنګي شخصيتونو، د وسله وال پوځ افسرانو، د کابل ښار ګڼ شمېر ښاريانو او د ارواښاد عبدالجليل  د کورنۍ غړو او مينه والو ګډون کړی وو.

د سرچينې په وينا، حامد کرزي په دغو مراسمو کې د عبدالجليل ارغنديوال زوی د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال او د هغه د کورنۍ نورو غړو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې او د لوی خدای له درباره يې هغه ته د فردوس جنت هيله وکړه.