خوست (پژواک ٤ زمرى٩٣): يو شمېر امريکا مېشتو افغانانو په خوست کې د شمالي وزيرستان له لسګونه کډوالو کورنيو سره د کوچني اختر په مناسبت د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په خوست کې د امريکا غږ خبريال ابراهيم رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مرسته په واشنګټن او ويرجينيا ايالتونو کې د اشنا تلويزيون خبريال سيد سليمان اشنا په نوښت د کډوالو په نوم راټوله شوې وه.
د نوموړي په خبره، سيد سليمان اشنا ويلي، له دغو مرستو يې موخه دا ده چې لږ تر لږه يو شمېر هغو وزيرستاني کډوالو ته د اختر لپاره ځيني لومړني خوراکي توکي ورسوي، چې تر اوسه د مرستو له لړۍ څخه بې برخې پاتې دي.
په واشنګټن کې د امريکا غږ اشنا تلويزون خبريال سيد سليمان اشنا ويلي، چې له کډوالو سره دا د دوی لومړنۍ مرسته ده، خو غواړي چې په دې برخه کې نور افغانان هم وهڅوي.
رحيمي وويل، چې ياده مرسته نن شنبه پر کډوالو د مرستو د وېش کمېسيون د يو شمېر غړو په لاس د ګربزو ولسوالۍ د شيخ امير په کليو کې پر مېشتو سلو کډوالو کورنيو ووېشل شوه.
د خوست د ترانزيټ رييس رحمن صديق صديقي چې د دغو مرستو وېش يې پر غاړه و، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مرسته مخکې له مخکې د ترسره شوې سروې له مخې اړو کورنيو ته ورکړل شوه.
نوموړي زياته کړه: ((په دې مرستو کې غوړي، بوره، چای او ځيني نور لومړني توکي شامل دي. دا هغو کورنيو ته ورکړل شول، چې د نورو کورنيو پره پرتله تر ټولو زيات خوراکي توکو ته اړتيا لري او تر دې مخکې يې کومې مرستې ندي ترلاسه کړې)).
د شمالي وزيرستان د ميرانشاه سيمې يوه کډوال خان بهادر له پژواک سره په خبرو کې په امريکا کې له هغو افغانانو خوښي څرګنده کړه، چې دوی ته يې د اړتيا وړ خوراکي توکي رالېږلي دي.
نوموړي زياته کړه: ((په دې مرستو سره زموږ ټولې اړتياوې نه شي پوره کېدلی، موږ نورو مرستو ته هم اړتيا، خو هغه چا چې د لومړي ځل لپاره يې موږ ته دغه توکي راولېږل، ډېره مننه ترې کوو.))
د خوست د ولايت له مقامه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له هغه مهال راهيسې چې خوست ته د شمالي وزيرستان د کډوالو لړۍ پيل شوې، تر اوسه څه باندې ۱۴زره کډوالو کورنيو ته مرستې رسېدلې دي.
د سرچينې په حواله، د خوراکي او غيرې خوراکي توکو يادې مرستې د کډوالو چارو نړيوالې ادارې، د مهاجرت نړيوال سازمان، د خوراک نړيوال پروګرام، د دولت د بيړنيو پېښو پرضد د کمېټي او دغه راز د سوداګريزو شرکتونو له لوري وېشل شوې دي.
د ولايت مقام دغه خبرپاڼه کاږي، چې خوست ته له شمالي وزيرستانه د راغلو کډوالو کورنيو شمېر تر ۲۵ زره اوښتی، خو تر اوسه دوی تر ۱۸ زره زياتې کورنۍ ثبت کړې دي.
سرچينه زياتوي د خوست والي عبدالجبارنعيمي ويلي، چې تر راتلونکي کوچني اختر پورې به ټولو کډوالو کورنيو ته لومړني خوراکي او غيرې خوراکي توکي ورسوي.