کابل ( پژواک، ۲ تله ۹۳ ) د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی، چې نن د ذي الحجې میاشت ولیدل شوه او لوی اختر به د شنبې په ورځ د تلې د میاشتې په دوولسمه نېټه وي.
العربیه تلویزیوني چینل د تلې په ۲مه، دشپې ناوخته اعلان وکړ چې په سعودي عربستان کې د ذي الحجې میاشت لیدل شوې ده او سبا د تلې په دریمه به د ذي الحجې لومړۍ نیټه وي.
د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی، چې دا ځل به حج اکبر وي او عرفه به د تلې په ۱۱مه، د جمعې په ورځ او د لوی اختر لومړۍ ورځ به د شنبې په ورځ د تلې په ۱۲مه ( داکتوبر۴مه) وي.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو دوی تل د سعودي عربستان د سترې محکمې د اعلان سره سم اخترونه لمانځي.










