کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٣): د ټولنيزو رسنيو مسوولين، دغه رسنۍ د مهمو رسنيو په خپرولو کې مهم بولي او وايي، چې د خواله رسنيو کاروونکي د ډېرېدو په حال کې دي.
دغه شبکې نه يواځې په نوره نړۍ، بلکې په افغانستان کې هم پراختيا موندلې او په خبر رسولو کې مهم رول لوبوي.
ټولنيزې شبکې له فېسبوک، ټويټر، يوټيوب، وېبلاګ او … څخه عبارت دي، چې په دغې شبکه کې د يوه مطلب په خپرېدو سره په زرګونو کسان کولى شي پر هغو نظر او کره کتنه وکړي.
د درې ورځنۍ ناستې په پاى کې، چې په کابل کې د ټولنيزو رسنيو د ودې په موخه د Impassion په نوم د رسنيو د يوه ملاتړي بنسټ له خوا جوړ شو، په کې د ټولنيزو رسنيو پر پراختيا ټينګار وشو.
د پژواک خبري اژانس د اړيکو او بازار موندنې مسوول محمد صوفيان، چې په همدې ناسته کې يې خبرې کولې، وويل چې دغه پروګرام په افغانستان کې د ټولنيزو رسنيو د ودې او اهميت په اړه جوړ شوى و.
هغه زياته کړه، چې پژواک خبري اژانس تېر کال د (Afghans Vote) يا د افغانانو رايه په نامه يوه خپلواکه خواله شبکه رامنځته کړه، چې همدا اوس په خپله فېسبوک پاڼه کې ٦٥٠٠ او په ټويټر کې ٢٥٠٠ کاروونکي لري.
صوفيان زياته کړه چې د پژواک اصلي پاڼه په درېيو ژبو ده، چې په ټوله کې څه باندې ٣٠زره کاروونکي لري او پژواک هڅه کوي، چې په خپلو خواله رسنيو کې خپل ګډونوال ١٠٠زرو کسانو ته ورسوي.
هغه وويل چې پژواک د خپلو ټولنيزو رسنيو له لارې د راپورونو تر څنګ، انځورونه او ويډيوګانې هم خپروي، څو خلک د ورځې له تودو پېښو او خبرونو خبر شي.
صوفيان وويل چې د پژواک همکاران هڅه کوي، چې د پې پرې راپورونو د خپرولو له لارې خلک له حکومت سره نږدې کړي او د خلکو پر وړاندې ځواب ويونکى شي .
پژواک خبري اژانس د بازار موندنې مسوول، خواله شبکې د خلکو د پوهاوي لپاره غوره وسيله وګڼله او زياته يې کړه: ((موږ هڅه کوو چې له ورځنيو پېښو څخه د افغانستان د خلکو او نړيوالو د خبرولو لپاره د خواله رسنيو له لارې په هېواد کې ښه پروګرامونه ولرو.))
پژواک چې څه موده وړاندې يې خپله د جوړېدو لسمه کليزه ونمانځله، يوه بې پرې رسنۍ ده چې خپرونه، راپورونه او فيچرونه په امانتدارۍ او توازن سره تر خلکو رسوي.
همدارنګه په کندهار کې د سولې پروسې د کيسو مسوول جاوېد فيصل، خواله رسنۍ خلکو ته د خبر رسولو يو له غوره وسيلو وګڼلې او زياته يې کړه: ((په دې شرط چې له خواله شبکو څخه په سمه توګه کار واخيستل شي.))
هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې څنګه کولى شو د ټېلېفون او ټولنيزو رسنيو له لارې خپل پيغام له خلکو سره شريک کړو او د هغوى غوښتنې تر چارواکو ورسوو.))
فيصل هيله څرګنده کړه، چې ټولنيزې رسنۍ کولى شي د هېواد په امنيت، سوله او ابادۍ کې رول ولري.
د ټولنيزو رسنيو د ناستې يوه ګډونوال حکمت صافي، ټولنيزې رسنۍ په خبر رسونه کې موثرې وبللې او د رسنيو له چارواکو يې غوښتنه وکړه، څو هڅه وکړي چې ورځنۍ پېښې په بې پرې بڼه تر خلکو ورسوي، څو خلک په هېواد کې له پېښېدونکو ورځنيو موضوعاتو څخه خبر شي.
هغه زياته کړه: ((له رسنيو په ځانګړي ډول هغو کسانو چې خواله رسنۍ کاروي، غواړم چې داسې څه دې خپاره کړي، چې د خلکو او هېواد په ګټه وي او بايد د نفاق اچوونکو مطالبو له خپرولو ډډه وکړي.))









