ژبه

د خوست ښار د پاکوالي لپاره اوږدمهال کمپاين پيلېږي

خوست (پژواک، ٢٦ لړم ٩٣): د خوست ښاروالي او د هېوادپال ځواک ټولنيز بنسټ پلان لري چې د خوست ښار د پاکوالي پراخ او دوامداره کمپاين پيل کړي.

د دغو دواړو ادارو مسوولينو پژواک اژانس ته وويل، غواړي د دغه کمپاين په ترڅ کې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې خوست ښار د هېواد د ښارونو له ډلې تر ټولو پاک ښار وګڼل شي.

د هېوادپال ځواک ټولنيز بنسټ يوه مسوول او په ولسي جرګه کې د خوست وکيل همايون پژواک اژانس ته وويل، د ياد کمپاين لپاره يې د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت يو شمېر وسايط هم ښاروالۍ ته وسپارل.

نوموړي وويل، په ټوليز ډول د دغو وسايطو شمېر شلو ته رسېږي چې د اوبو ټانکر، د سړکونو د پاکولو، د کثافاتو لېږدولو او ځيني نور وسايط چې د ښار په پاکوالي کې ترې کار اخيستل کېږي، په کې شامل دي.

د خوست ښاروال کرامت خان خپلواک پژواک ته وويل، د ښار د پاکوالي لپاره ورته سپارل شوي وسايط به يې کارونه نور هم اسانه او د ښار په پاکوالي کې به ډېره مرسته وکړي.

نوموړي وويل، د ښار د پاکوالي د ياد کمپاين لپاره يې يو بانکي حساب هم پرانيستی دی چې د ښار له هر دوکانداره به يوه اندازه پيسې په کې راټولېږي او په ياده برخه کې به لګول کېږي.

د خوست ښار اوسېدونکي عزيزالله پژواک ته د ياد کمپاين په اړه خوښي څرګنده کړه خو ويې ويل چې دغه کار هغه مهال شونی دی چې ښاروالي له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

همدارنګه عزيزالله په دې اړه زياته کړه: ((په دې کې ټولو ښاريان بايد خپل مسووليت ترسره کړي، بې ځايه پاتې شوني ونه غورځوي او د خپل کور په سترګه ورته وګوري.))

د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي امين منګل له پژواک سره په خبرو کې د ښاروالۍ پر مسوولينو نيوکه وکړه چې د ښار د پاکوالي په برخه کې خپل مسووليت په پوره ډول نه ترسره کوي.

هغه زياته کړه، که ښاروالي خپل ټول عوايد پر کار واچوي، نه يوازې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د هېواد تر ټولو پاک ښار، بلکې پر اسانتياوو سمبال ښار به هم و اوسي.

ورته موضوع