Language

پکتيا کې ١٥زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي

ګردېز (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): چارواکي وايي چې په پکتيا ولايت کې دوه طالبان او د حقانې ډلې له لوري  را انتقالېدونکي  ١٥زره کيلوګرامه امونيم کلورايد نيول شوي دي.

د ملي امنيت رياست له لوري د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې سرتېرو يې په ياد ولايت هغه موټر او چلوونکى نيولي چې د ورانکاره کړنو لپاره يې ١٥زره کيلوګرامه امونيم کلورايد را انتقالول.

سرچينه وايي، دا توکي په ماينونو کې استعمالېږي او د  حقاني ډلې له خوا دغه ولايت ته راوړل کېدل.

په خبرپاڼه کې د پېښې  د سيمې او نېټې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو يادونه شوې چې نيول شوى کس يې تر څېړنو لاندې دى.

بلخوا د پکتيا امنيې قوماندان مل پاسوال زلمى اورياخېل وايي، هغه طالب يې نيولى چې خلک يې له طالبانو سره يو ځاى کېدو ته هڅول.

اورياخېل پژواک اژانس ته وويل  چې نيول شوي کس يو ١٦ کالن ماشوم هڅاوه چې د زرمت په ولسوالۍ کې د طالب قوماندان قاري اکرام له ډلې سره يو ځاى شي او جګړه پيل کړي.

امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د جنايي جرمونو کچه دېرش سلنه راټيټه شوې ده او هڅه کوي دا پېښې نورې هم کمې شي.

وسله والو طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics