ګردېز (پژواک، ٣ ورى ٩٤): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې پوليسو د دغه ولايت په سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان کې ۷۵۰۰ کيلوګرامه امونيم نايتريت نيولي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي چې دغه توکي پوليسو د تلاشۍ پر مهال نيولي دي.
د يادونې ده له امونيم نايټريټو د بمونو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي.
اورياخېل وايي دغه مواد په يو لارۍ موټر کې د مالټو تر کارتنونو لاندې په ۱۵۰ بوجيو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل ېې د پکتيا له لارې يې نورو ولايتونو ته ولېږدوي.
د امنيه قوماندان په خبره، امونيم نايټرېټ ډېرى وخت له پاکستانه په سوداګرېزو توکو کې د بار وړونکو موټرو په وسيله انتقالېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پکتيا پوليس امونيم نايټرېټ نيسي.