کابل(پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د بښنې نړيوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو مدافعين له ګواښ او قصدي بريدونو سره مخ دي او دولت يې ملاتړ نه کوي.
په افغانستان کې د ياد شوي سازمان د ښځو د برخې مسوولې او څېړونکې حوريې مصدق نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دا سازمان د ښځو د حقونو د مدافعينو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيو په اړه چې له ٢٠٠٩ نه تر ٢٠١٤ کال پورې شوې دي، څېړنه کړې ده.
هغې وويل چې دا څېړنه د تېر کال له چنګاښه تر لړم مياشتې پورې په کندهار، هلمند، کونړ، زابل، بادغيس، لغمان، جوزجان، فارياب، سرپل، هرات، بلخ، کندوز او کابل ولايتونو کې ترسره شوې ده.
ددې څېړنې پايلې نن تر"د هغوى ژوند له خطر سره مخ دى" نوم لاندې اعلان شوې.
مصدق پژواک خبري اژانس ته وويل ، د څېړنې موندنې څرګندوي چې د ښځو د بشري حقونو د مدافعينو پر وړاندې په دولتي ارګانونو کې له ثبت شوو ٥٠ قضيو څخه يواځې يوه څېړل شوې ده.
د هغې په خبره، د ښځو او نجونو د حقونو مخکښان چې ډاکټران، ښوونکي، وکيلان، پوليس او خبريالان په کې دي، نه يواځې چې د وسله والو طالبانو، بلکې د جنګسالارانو او دولتي چاراکو له خوا هم ګواښل شوي او بريد پرې شوى دى.
هغې زياته کړه، په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعين له ګڼو ننګونو لکه جنسي تېري او سوء قصد سره مخ دي او د مهمو لاسته راوړنو سربېره د دولت له خوا هېر شوي دي.))
هغې وويل چې د څېړنې پايلې يې د ولسمشر له مېرمنې او د حکومت له اجرايي مشر سره شريکې کړې او دواړو د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د بشري حقونو د مدافعينو د ستونزو د حل ژمنې کړې او ويلي يې دي چې په دې اړه به عملي ګامونه واخلي.
د بښنې نړيوال سازمان عمومي منشي سليل شيتي ( Salil Shetty) په نننۍ خبري غونډه کې وويل :((د ښځو د بشري حقونو مدافعين چې د ټولنې په هره برخه کې بوخت دي، په تېرو ١٤ کلونو کې يې له هڅو او زړورو مبارزو وروسته ښې لاسته راوړنې درلودې او حتى ځانونه يې هم په دې لار کې قربان کړي دي.))
هغه وويل:((ډېره د شرم وړ ده چې دولتي چارواکي په اوس وخت کې چې وضعيت تر بل هر وخت خطرناک دى، دوى يې له ملاتړ او ساتنې يواځې پرېښې دي.))
د هغه په خبره، څېړنه څرګندوي چې اوسمهال طالبان د ښځو د بشري حقونو د مدافعينو پر وړاندې د ډېرو بريدونو عاملان دي، دولتي چارواکي او يا هم ځواکمن قوماندانان د چارواکو د ملاتړ له لارې د ښځو د حقونو د مدافعينو پر وړاندې په تاوتريخوالي او ګواښونو کې ښکېل دي.))
د بښنې نړيوال سازمان سرمنشي وويل:((هېڅ کومه ښځه له کوره بهر خوندي نه ده، د بشري حقونو، سياستوالو ، وکيلانو، مدني فعالانو او حتى د پوليسو په ارګانونو کې ښځينه پوليسې له تاوتريخوالي، ځورونې او ګوا ښ سره مخ دي، خو د اکثره دا ډول پېښو عاملينو ته جزا نه ورکول کېږي او ورته پېښې دوام لري.))
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کورنيو چارو وزات، د ښځو چارو زارت د دواړو مرستيالانو او همدارنګه د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسيون نظرونه هم ولري، خو له زياتو هڅو سربېره هم اړيکه ورسره ونه نيول شوه.
د بښنې نړيوال سازمان سرمنشي وويل چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون مسوده چمتو شوې، خو لا هم د څو اختلافي مواردو په سبب له طى مراحلو پاتې ده او لامل يې دادى چې افغان دولتي چارواکي دا اراده نه لري چې ددې قانون طرحه دې نهايي شي.
هغه وويل، بايد موثر ګامونه واخيستل شي، څو يقيني شي چې د ښځو د بشري حقونو پر وړاندې د بريد او ټولو ګواښونو په اړه دولتي چارواکو ته راپور ورکول کېږي او ټول مرتکبين يې په يوه ډول د څارنې او مجازات وړ ګرځي.
دې بنسټ په پاى کې د دولت له وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه کړې چې خپل قصدي بريدونه او د ښځو په ځانګړي ډول د بشري حقونو د مدافعينو پر وړاندې تاوتريخوالى ژر تر ژره ودروي او هغه امرونه لغوه کړي چې پر دوى د بريدونو لپاره ورکول کېږي.
طالبانو تر اوسه ددې راپور په اړه څه نه دي ويلي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










