کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٤): يو شمېر خبريالانو د ملي دفاع وزارت او بهرنيو ځواکونو تر منځ د همغږۍ د نه شتون او له رسنيو سره د دوه ګوني چلند په اعتراض کې د افغان هوايي پيلوټانو له لوري د امريکايي هليکوپټرو مانور تحريم کړ.
يوه اوونۍ وړاندې د لسګونه کورنيو او بهرنيو رسنيو خبريالانو نومونه د افغان هوايي ځواکونو د پيلوټانو له لوري د MD-530 چورلکو د مانور پروګرام د پوښښ نيولو په موخه د ملي دفاع وزارت له لوري ثبت شوي وو او ټاکل شوې وه چې نن د دغه پروګرام يوه برخه د هېواد د هوايي ځواکونو په قوماندانۍ کې او د مانور برخه يې په لوګر ولايت کې ترسره شي.
خبريالان د ملي دفاع وزارت له لوري نن سهار شپږ بجې او دېرش دقيقې د کابل د خواجه رواش هوايي ډګر شمال دروازې ته ورغوښتل شوي وو چې له ساعتونو انتظار وروسته ورته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه چې د څو پړاوونو تلاشۍ او د وسايلو له چک کولو وروسته د مراسمو ځاى ته ولېږدول شول، خو کله چې خبريالان سيمې ته ورسېدل؛ دغه مراسم او غونډه پاى ته رسېدلې وه.
په دغو مراسمو کې د کورنيو چارو وزير، د وسله والو ځواکونو لوى درستيز، د پرېکنده ماموريت قوماندان، د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين او يو شمېر نورو لوړپوړو امنيتي چارواکو په کې ګډون درلود.
خو هلته د پلان پر بنسټ ټاکل شوې وه چې د دغه مانور د پوښښ په موخه چې په لوګر کې ترسره کېدل، يو شمېر خبريالان هلته ولېږدول شي، خو د ملي دفاع وزارت چارواکو خبريالانو ته وويل چې د ټولو خبريالانو د لېږد وړتيا نه لري، خبريالانو له هغه وروسته د يادې بې نظمۍ په غبرګون کې د دغه مانور خبري پوښښ تحريم کړ.
خبريالان وايي چې څو ځلې چورلکو ته وختل خو د ساتونکو له لوري په ډېرې بې نظمۍ بېرته ترې راښکته کړل شول، دا د دې څرګندويي ده چې د ملي دفاع وزارت او نړيوالو ځواکونو تر منځ کومه همغږي شتون نه لري.
د خورشيد ټلويزيون خبريال ذبيح الله دروېش پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ځواکونه په هوايي ډګر کې هېڅ واک نه لري او کوم کار چې بهرني ځواکونه وغواړي، ترسره کوي يې او خبريالانو له همدې امله دغه مراسم تحريم کړل.
هغه زياته کړه چې نن سهار شپږ نيمې بجې د ملي دفاع وزارت له لوري پوځي هوايي ډګر ته ورغوښتل شوي وو، خو د دواړو لورو تر منځ د همغږۍ نه شتون له امله يې له دريو ساعتونو ډېر انتظار وکړ او له همدې امله يې د دغه پروګرام خبري پوښښ تحريم کړ.
يوه بل خبريال مسعود حسيني د ملي دفاع وزارت د دغه کار په اعتراض کې په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي: "د ملي دفاع وزارت کله هم د خبريالانو د تنظيم وړتيا نه لري او موږ دې ته اړ شوو چې د ډېرې بې نظمۍ له امله مانور بايکاټ کړو."
خو د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين ستر پاسوال محمدايوب سالنګي وويل، چې دغه پروګرام د ملي دفاع وزارت له لوري تنظيم شوى و او که چېرې خبريالان په خپلو منځو کې همغږي وکړي نو له ١٠ څخه تر ١٢ کسانو پورې لېږدولى شي، خو خبريالانو دغو خبرو ته غوږ ونه نيو او مانور يې تحريم کړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










