خوست- ګردېز (پژواک، ٢٧ ورى ٩٤): د خوست د ګربزو ولسوالۍ د شيخ امير په لېسه کې يو کتابتون پرانيستل شو بلخوا په پکتيا کې د کليو پراختيا رياست د ملي پيوستون پروګرام دفتر ته په ٤٣٥ متر مربع ځمکه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د ګربزو د شيخ امير په لېسه کې کتابتون د کتاب پاچاهي په نوم د يوې غونډې په ترڅ کې چې ځايي چارواکو، د پوهنې کارکوونکو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی و، پرانيستل شو.
د يادې ولسوالۍ سکتوري مدير فيروز غونډې ته وويل چې دغه کتابتون د ولسوالۍ مقام په هڅو د ګربزو د ځوانانو د ټولنې په چوکاټ کې جوړ او د خلکو له لوري د کتابونو په مرستې سره پرانيستل شو.
هغه زياته کړه: ((يواځې نن ورځ دې کتابتون ته سلګونه ټوکه اسلامي، ادبي، اقتصادي، تاريخي او نور بېلابېل ډوله کتابونه د فرهنګيانو او د ولسوالۍ مقام له لوري ډالۍ شول.))
د ولسوالۍ سکتوري مدير فيروز دغه راز وويل چې له کتابتون سره به د هر ډول اړينو کتابونو د مرستې لړۍ دوام ولري او هيله من دي چې په نږدې راتلونکي کې به يې شمېر زرګونو ټوکو ته ورسېږي.
د ګربزو د ځوانانو ټولنې مرستيال ولي شاه حليم يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې د ولسوالۍ په کچه د مطالعې د مينه والو لپاره د کتابتون جوړول د علمي کچې لوړاوي لپاره ډېر مهم وبلل.
ولي شاه حليم له دولت، خيريه ټولنو، فرهنګيانو او مدني فعالانو څخه وغوښتل، چې د کتابتون د بډاينې لپاره د کتابونو په ورکړه کې خپلې مرستې ونه سپموي.
د ګربزو ولسوالۍ يو مدني فعال انجنير بُلبل محمد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د کتابتونونو جوړول د ځوانانو د معلوماتو د زياتېدو او د مطالعې د کلتور د پياوړتيا لپاره ډېر اغېزناک ياد کړل.
نوموړي د ګربزو ولسوالۍ له زده کوونکو او نورو ځوانانو غوښتنه وکړه چې له کتابتون څخه د خپلې ټولنې د اصلاح په خاطر له اسلامي، فرهنګي، اقتصادي، ټولنيزو او په نورو برخو کې له مطالعې واخلي.
login or register a new account.