کندهار (پژواک، ٣ غويى ٩٤): د کندهار سلګونه شاعرانو، فرهنګيانو او د ادب د مينه والو د انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره وشوه.
دا مشاعره تېره مازديګر د کندهار راډيو ټلوېزيون د ودانۍ په انګړ کې پيل شوه او د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.
په غونډه کې د شعرونو د اورولو ترڅنګ تمثيلي پارچې او نندارې وړاندې شوې او ګډونوالو له ټنګ ټکور هم خوند واخیست.
مشاعرې ته د ولايتي چارواکو تر څنګ له کابل، ننګرهار، هلمند، زابل، اروزګان او کوزې پښتونخوا سلګونه شاعران راغلي وو.
د کندهار والي توريالي ويسا له برخه والو مننه وکړه چې له لرو سيمو يې په دې دوديزه مشاعره کې ګډون کړى دى.
د ويسا په خبره، په مشاعره کې شاعران خپل احساسات بيانوي او د يو بل له افکارو خبرېږي، د هغوى د يو ځاى کولو زمينه هم برابرېږي.
څېړونکي او ليکوال او د ملي راډيو ټلوېزيون عمومي مشر زرين انځور وويل چې کندهار د جګړې له کلونو مخکې د خوښيو او مستيو سيمه وه، خو جګړو او ماتمونو نه يوازې له کندهاره، بلکې له ټول هېواد څخه خوښۍ له منځه وړې دي.
انځور زياته کړه، کندهار د يوه تاريخي سياسي مرکز تر څنګ له علمي او ادبي پلوه ځانګړى ارزښت لري او هغوى راغلي چې دغه علمي او ادبي پرمختګ د شاعرانو په شعرونو کې هم ننداره کړي.
تر ويناوو وروسته د مشاعرې برخه پيل شوه، لسګونو شاعرانو کرۍ شپه د مشاعرې ګډونوالو ته خپل شعرونه واورول.
د مشاعرې په لړ کې د کندهار ممثلينو تمثيلي ټوټې هم وړاندې کړې او د موسيقۍ په برخه کې وتلي هنرمند استاد رحماني غزلونه وويل.
شاعر او ليکوال سعيد زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په انارګل مشاعره کې د ډېرو شاعرانو د شعرونو تمرکز پر پسرلي، د خلکو تر منځ پر يووالي، له خپل هېواد سره پر مينې او پر ورته نورو مسايلو و.
دى وايي، مشاعره په ډېره ښه فضا کې د شپې په شاوخوا درې بجې پاى ته ورسېده.
د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې کوېټې څخه راغلي ليکوال او شاعر عصمت الله زهير وويل چې دا ډول مشاعرې د پښتو ژبې د خورو ورو ليکوالانو، فرهنګيانو او شاعرانو د ليدو کتو يوه ښه وسيله ده.
د يادونې ده، د پسرلي له پيلېدو سره سم د هېواد په زياترو برخو کې په بېلابېلو نومونو مشاعرې ترسره کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










