Language

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رياست د رسنيو ننګه وکړه

خوست ښار (پژواک، ١٣ غويى ٩٤): د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، که هر چا د قانون خلاف د رسنيو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې، نو دوی به ورسره مبارزه وکړي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد امين شاه الفت دغه څرګندونې د غويي په ١٣مه د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.

الفت د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم په خوست کې رسنيو زياته وده کړې، خو يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې د خوست محلي رسنۍ تر خپلې اغېزې لاندې راولي او د ځان په کټه ترې ګټه پورته کړي.

د نوموړي په وينا، دوی به تر وروستي حده د رسنيو او د ژورنالېستانو له حقونو دفاع کوي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې له دې لارې خپلې شخصي موخې او اهداف ترلاسه کړي.

هغه همداراز وويل چې معلوماتو ته پر وخت نه لاسرسى بله ستونزه ده چې د دغه ولايت ژورنالېستان ورسره مخ دي او نوموړى هڅه کوي چې له مسوولو کسانو سره د دې ستونزې د حل په موخه خبرې وکړي.

امين شاه الفت همدارنګه د رسنيو له مسوولينو څخه هم غوښتنه وکړه چې خپل پروګرامونه د افغانستان اساسي قانون او د رسنيو له قانون سره سم پر مخ بوځي او هغه څه وړاندې کړي چې ټولنه ورته زياته اړتيا لري.

ده زياته کړه: ((موږ نهايي کوشش کړی چې د دوی ظرفيت لوړونه کې هم د قانون په تطبيق کې او هم هغه مشکلات چې د کوم اړخ نه دوی ته متوجه دي، موږ هغې ته متوجه يو او موږ هغې خلکو سره په تماس کې يو چې دغه ستونزې دوی ته ايجاد نه کړي.))

د مدني ټولنې فعال سپين روان نوروزي چې د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په لمانځ غونډه کې يې ګډون کړی و پژواک خبري اژانس ته وويل چې ژورنالېزم په خوست کې ډېر پرمختګ کړی دی او د ځوانانو لپاره يې د کار ښه زمينه برابره کړې ده.

خو هغه وايي چې ځيني وخت ژورنالېستان د امنيتي ستونزو او د شخصي تضادونه له امله دې ته مجبوريږي چې  يا غلي پاتې شي او يا يو طرفه چلند وکړي.

هغه وايي: ((له بده مرغه بعضې ستونزې امنيتي او شخصي سليقوي ستونزې شته چې ژورنالېستان پخوا هم ورسره مخ وو او اوس هم ورسره مخ دي، يعنې د کميت او د کاري ساحې په لحاظ ښه دی، خو له بده مرغه بعضي ستونزې شته چې ژورنالېستان ترې ځوريږي.))

بلخوا په خوست کې د سولې پيغام په نوم د يوې خصوصي راډيو مسوول زاهد شاه انګار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال په خوست کې يو شمېر خصوصي رسنۍ له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي.

هغه وويل، که دولت يې غم ونه خوري، نو سل په سلو کې د دې امکان شته چې دغه رسنۍ له سکوت سره مخ شي.

login or register a new account.

Related Topics