منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۰ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بدخشان کې د ناصرخسرو بلخي د زيات پنځه ابدې ماتې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

 فيض اباد(پژواک، ١٧ زمرى ٩٤): ځايي چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په بدخشان ولايت کې د حکيم ناصر خسرو د مزار پنځه تاريخي ابدې ماتې کړې او سوځولې دي.

په بدخشان کې د کريم اغا خان د پراختيايي شبکې د پروګرامونو تنظيم کوونکي فضل الکريم احمدي وويل، کله چې وسله والو طالبانو په غبرګولي مياشت کې يمګان ولسوالي ونيوله، نو دې مزار ته يې هم زيان ورساوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د مزار بهرنۍ دروازه چې څه باندې يوه نيمه پېړۍ لرغونتيا لري، ماته کړې او بيايې د زيارت په مخکې سوځېدلې ده.

 ددې ترڅنګ المونيم لوحه چې په کې ددې ابدې ودانيز پلان  ليکل شوى او د زيارت په مخکې لګېدلې، د مرمۍ په ډزو ماته شوې چې اوس يې کومه نښه نښانه نه ليدل کېږي.

احمدي زياته کړه چې هغوى  زيارت  ته نږدې د ساتونکو د خونې دروازه  هم ماته کړې .

د هغه په خبره، طالبانو د زيارت قفل هم مات کړى او زيارت ته ننوتلي، خو خپله د ناصرخسرو بلخي مرقد ته چې قراني ايتونه پرې ليکل شوي، زيان نه دى رسولى.

د دري ژبې او ادب دا مشور شاعر، ليکوال او فکري نابغه په ١٩٤ لېږديز سپوږميز کال کې په بلخ ولايت کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

دې عالم دعربي هېوادونو په ګډون اووه کاله په سفرونو تېر کړل او بالاخره يې د ژوند د ستونزو په سبب د بدخشان يمګان ولسوالي د استوګنې لپاره غوره کړه او خپل پاتې عمر يې هلته تېر کړ.

دې حکيم په بدخشان کې د استوګنې پرمهال څېړنې، تصنيف او تاليف ته مخه کړه او په ٤٨١ لمريز سپوږميز کال کې ومړ او هملته خښ کړل شو.

 طالبانو د يمګان ولسوالي شاوخوا يوه مياشت وړاندې ونيوه چې وروسته د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې بېرته دولت ونيوله.

د بلخي د زيارت يوه متولي سيدبرهان وويل، کله چې طالبانو پر زيات بريد وکړ، متوليانو ورسره د مقابلې توان نه درلود او دوى تاريخي ابدې په ډېرې بې رحمۍ سره ماتې کړې او اور يې ورته کړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بلخي زيارت په وروستيو درېيو کلونو کې د اغا خان کلتوري بنسټ له لوري بيا ترميم او ورغول شو چې د ١٣٩٢ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د زيات متوليانو ته تسليم شو. د ملا برات مدرسه چې درې سوه کلن تاريخ لري، ددې زيات په څنګ کې بيا رغول شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شيرعلي قاسمي وويل:((د بلخي مزار په نا ارامه سيمه کې دى او موږ کوم ځانګړى ځواک په واک کې نه لرو چې ساتنه ترې وکړو.))

قاسمي زياته کړه چې په بيا بيا يې امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت او بدخشان ولايت ته ددې زيات د تاريخي ابدو د ساتنې په اړه خبر ورکړى، خو پاملرنه ورته نه ده شوې.

هغه زياته کړه، د بدخشان په هغو برخو چې اوسمهال پرې طالبان واکمن دي، د ورته تاريخي ابدو د له منځه وړلو امکان شته دى.

په بدخشان کې د اغا خان د پراختيايي شبکې د پروژو تنظيم کوونکى وايي چې د اغاخان کلتوري بنسټ وړانديز کړى چې د ناصر خسرو بلخي مزار ورغوي.

هغه وويل چې دا مزار به د بوديجې تر لاسه کولو او د ځايي خلکو په تضمين چې وروسته به ورته زيان نه رسېږي، ترميم کړي.

د ناصرخسرو بلخي مزار د بدخشان د مرکز د سوېل ختيځ ١٦٠ کيلومترۍکې په يمګان ولسوالۍ کې موقعيت لري چې اته جريبه ځمکه يې نيولې، په داسې حال کې چې پخوا يې ٣٠ جريبه ځمکه درلوده، خو  اوس د زور واکو او ځايي خلکو له خوا غصب شوې ده.

د ويلو ده چې تېر کال د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې هم يوه څلور لارې د حکيم ناصرخسرو بلخي په نامه ونومول شوه او د قرانکريم تر ټولو ستره خطاطي نسخه چې د محمد صابر ياقوت له خوا خطاطي شوې، مخکتنه يې په کابل کې ددې ستر عالم په فرهنګي مرکز کې وشوه.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور