ژبه

خان اباد کې د چاودنې له امله شل تنه وژل شوي

کندوز (پژواک ١٧ زمرى ٩٤): د کندوز چارواکي وايي، د دې ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د ناقانونه وسله والو پر يوې غونډې زوروره چاودنه شوې، چې له امله يې شل تنه وژل شوي دي.

د خان اباد ولسوال حيات الله اميري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن ماښام په شاوخوا ٧:٣٠ بجو د دې ولسوالۍ په شوراب بندر سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، اټکل کېږي، چې د دې کسانو د غونډې پرمهال تر يوه تخت لاندې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي وي او د غونډې په اوږدو کې ورته چاودنه ورکړل شوې وي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د څلورو قوماندانانو په ګډون شاوخوا شل تنه غير مسوول وسله وال کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، چې ټول د خان اباد روغتون ته لېږدول شوي دي.

ولسوال وايي، تراوسه پورې د دې چاودنې لامل نه دى معلوم، خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.

يوه عيني شاهد او د خان اباد ښار هټيوال شمس الله، پژواک ته وويل، چې يادې غونډې ته د ناقانونه وسله والو مهم کسان ورغلي وو، چې د چاودنې له امله په کې ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى زياتوي، په وژل شويو کسانو کې د ناقانونه وسله والو څلور قوماندانان هر يو قديرک، سردار، قلندر او د عبدالواحد چوب کله زوى وژل شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.

د چارواکو په وينا، په کندوز ولايت کې څه باندې ٧زره ناقانونه وسله وال شته، چې له دې ډلې کابو درې زره تنه يواځې په خان اباد کې دي.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع