منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۴ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جوزجان کې اجيرو ښوونکو د معارف دروازې تړلو ګواښ وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

 شبرغان (پژواک، ٨ وږى ٩٤): په جوزجان ولايت کې څه باندې ١٠٠٠ اجير ښوونکي وايي، له شپږو مياشتو راهيسې يې معاشونه ترلاسه کړي نه دي او که معاش ور نه کړل شي، نو د پوهنې دروازه به وتړي.

هغوى وايي، په مياشت کې پنځه زره افغانۍ معاش لري، خو د روان کال له وري مياشتې تر اوسه (د وږي مياشت) پورې معاشونه ترلاسه کړي نه دي.

دا ښوونکي چې شمېر يې کابو ١٢٠٠ کسانو ته رسېږي، زياتوي چې پوهنې وزارت دې د رسمي ښوونکو او اجيرانو تر منځ توپير نه کوي او د هغوى تنخواګانې دې هره مياشت کې ورکړي.

نقيب الله چې د جوزجان مرکز شبرغان ته څېرمه د افغان تپه ښوونځي کې د اجير ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، وويل: "موږ لرې پرتو سيمو ته د هېواد بچيانو ته د تدريس لپاره تللي يو او له خپلو جيبونو څخه مو د لارې کرايه ورکړې ده."

هغه په ډاګه کړه،  ايا د هېواد بچيانو ته د روزنې ورکولو سره يې ګناه کړې ده، چې معاشونه نه ورکول کېږي؟

دې ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو ځله يې د پوهنې مسوولينو ته شکايتونه کړي دي؛ خو هغوى پاملرنه ورته نه ده کړې او که دا حالت دوام ومومي، نو سوله ييز لاريونونه به ترسره کړي او د پوهنې رياست دروازه به وتړي.

 د جوزجان مرکز په قُمساى ښوونځي کې ښوونکې صديقه وايي: "ما له شپږو مياشتو راهيسې معاش نه دى اخيستى، د ځينې کسانو پوروړې يم او هره ورځ د کور دروازې شا ته راځي او خپلې پيسې غواړي."

دا ښوونکې چې څلور ماشومان لري، زياته يې کړه، ٢٤ کاله يې خدمت کړى او بچيان يې ثمر ته رسولي دي؛ خو اوس د خپل ورځني ژوند کولو لپاره پيسى نه لري او مياشتنى معاش يې هم نه ورکول کېږي.

ښوونکي وايي، که له کار څخه لاس په سر شي، په درسي سيستم به ناوړه اغېز پرې باسي او نه غواړي چې د هېواد بچيان له ښوونې او روزنې څخه لرې پاتې شي.

خو د جوزجان پوهنې رييس عبدالحي يشين وويل، د اجير ښوونکو لپاره د تخصيص نشتون له کبله، ځينې ستونزې رامنځ ته شوې دي.

هغه زياته کړه، چې پوهنې وزارت ته يې په مکتوبي ډول خبر ورکړى او موضوع تعقيبوي؛ د پوهنې وزارت ژمنه کړې ده چې د ښوونکو تنخواه ګانې ورکوي.

د يادونې وړ ده چې جوزجان کې له اجير ښوونکو نه پرته، کابو ٤٧٠٠ رسمي ښوونکي څه باندې ١٨٠زرو نجونو او هلکانو ته په ٣٩٠ ښوونځيو کې درسي چارې پرمخ وړي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه