منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بغلان جګړې زرګونه ماشومان د زده کړې له نعمته محروم کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

پلخمري (پژواک ٩ وږى ٩٤): د بغلان ولايت په مرکز ډنډ غوري سيمه کې د جګړې له امله د شپږو ښوونځيو د تړل کېدو په پايله کې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې او له دغې جګړې څخه سلګونه کورنۍ تېښتې ته اړې شوې دي.

 ډنډ غوري پلخمري ښار ته څېرمه پرته سيمه ده چې د روان کال د چنګاښ په ٢٠ مه د وسله والو لاس ته غورځېدلې او له هغې مودې راهيسې وسله والو او دولتي ځواکونو ته د  مرګ ژوبلې اوښتو  ترڅنګ ؛ د سيمې خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د ډنډ غوري اوسېدونکي وايي چې جګړې نه يواځې له دوى هر څه اخيستي، بلکې  د دوى ماشومان يې له ښوونځيو هم محروم کړي او د شپږو ښوونځيو دروازې له تېرو دوه مياشتو راهيسې تړل شوې دي.

 د ډنډ غوري د کلا خواجه کلي اوسېدونکى زرمحمد وايي، چې د کلا خواجه د نجونو او هلکانو لېسه چې له زرو ډېر زده کوونکي لري؛ دېوال يې د هاوان د دوه مرميو په لګېدو سره ړنګ شوى او ښيښې يې هم ماتې شوې دي.

 هغه زياته کړه: " موږ نه پوهېږو چې هاوان د دولت که د طالبانو له لوري توغول شوى، خو غواړو وپوښتو چې زموږ ماشومان ولې له ښوونځي محروميږي او ولې موږ دربدر او شړل کېږو."

 

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دهنه غوري ولسوالۍ ته د هغه په ګډون ١٨ کورنۍ د ليسې له شا وخوا د خپلو خپلوانو کورونو ته بېځايه شوې او په ډېرو سختو شرايطو کې ژوند کوي.

 د بغلان د پوهنې رياست سرپرست غلام قادر رسولي وويل له دوه مياشتو ډير وخت کيږي چې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په ډندې غوري کې جګړه روانه ده او له امله يې  لس مکتبونه تړل شوي .

هغه زياته کړه، په يادو ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر شا وخوا ٦ زره کسانو ته رسيږي چې له دې ډلې يې ٢٥ سلنه نجونې تشکيلوي.
 

د پوهنې رييس زياته کړه، د ښوونځيو د تړل کېدو سربېره يادو ښوونځيو ته د جګړو له امله ډېر نور زيانونه هم اوښتي او دولت بايد د امنيت په ټينګښت سره د ښوونځيو دروازې بيا پرانيزي، څو د هېواد راتلونکي جوړونکي له درس او ښوونې پاتې نه شي.

 خو د بغلان ولايت مرستيال سرپرست عبدالقديم نيازي وويل چې امنيتي ځواکونه ډېره هڅه کوي چې د ډنډ غوري سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې کړي او امنيت ټينګ کړي.

 د هغه په وينا، ډېر ژر به په يادو سيمو کې امنيت ټينګ شي او ټول ښوونځي به د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

بغلان کې له پنځه سوه ډېر ښوونځي شتون لري چې په کې له درې سوه زرو ډېر زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

 بلخوا خلک وايي چې وسله والو مخالفينو د ډنډ غوري په سيمه کې بمونه خښ کړي او په ټوليز ډول له يادې سيمې څخه ٣٥٠ کورنۍ نورو سيمو لکه زمانخېل، حسين خېل او د پلخمري ښار وزيراباد سيمو ته بېځايه شوي او له يادو کورنيو يې پنځه چې خپلوان نه لري، په يوه جومات کې شپې ورځې سبا کوي.

 دغه راز د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې هم لسګونه کورنۍ د جګړې له امله بېځايه شوې او مرستو ته سخته اړتيا لري.

 د دهنه غوري د پوستک بازار اوسېدونکي جان الله وويل چې د توپ او هاوان مرمۍ د پوستو شا وخوا او د کورونو په منځ کې لګېږي او يو شمېر کورونه د درنو مرميو د لګېدو له امله زيانمن شوي او کورنيو د ځان د خونديتوب له امله سيمه پرېښې ده.

 هغه زياته کړه چې د دوى پر کورونو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله د هغه يو ١٨ کلن زوى او شپږ کلنه لور ټپيان شوي چې د دهنه غوري روغتيايي کلينيک ته لېږدول شوي دي.

 ياد بېځايه شوي کس وويل: " موږ د خپلو خپلوانو په کور کې ژوند کوو او اوسمهال خوراکي ستونزې نه لرو، خو ځاى ډېر تنګ دى او انتظار يو چې سيمه مو ارامه شي او خپل کور ته لاړ شو."

 د بغلان ولايت سرپرست مرستيال زياته کړه چې په همدې موخه يو کمېسيون تشکيل شوى، خو له دې امله چې بېځايه شوې کورنۍ خورې ورې دي، تر اوسه پورې د اصلي مستحقينو سروې نه ده په ډاګه شوې، کله چې سروې بشپړه شي نو له هغوى سره به اړينې مرستې وشي.

 امنيتي چارواکي هم وايي، چې په نا امنه سيمو کې عمليات روان دي او هڅه کوي چې د پام وړ سيمې له مخالفينو پاکې کړي او بېځايه شويو کورنيو ته د بيا راستنېدو زمينه برابره شي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه